د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د پاکستان سره لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د پاکستان سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د پاکستان سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په لومړي وار د کرکټ د لوبې له ټسټ هیواد یعنې پاکستان سره د جمعې په ورځ لوبیږي، دا لومړی وار دی چې افغان کرکټ ملي لوبډله د ټسټ کرکټ هیواد سره یو ورځنۍ یا د پنځوسو اورونو سیالي ترسره کوي، زمونږ خبریال وکیل احمد احساس په دوبۍ کې د کرکټ د ملي لوبډلې ددغې لوبې په تیاریو راپور جوړ کړی چې په ګډه به یې وګوور.

افغان کرکټ ملي لوبډله هغه تاریخي لوبې ته نېږدې شوې چې د جمعې په ورځ به یې د پاکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره ترسره کړي، افغانستان چې د ای سي سي اسوشیټ کرکټ غړی هیواد دی او د کرکټ د لوبې مزل یې ایله لسو کالو ته رسیږي، په لومړی ځل به د پاکستان د پیاوړی کرکټ لوبډلې سره مخ شي.

افغان لوبغاړی او د افغانستان د کرکټ بور‌ډ چارواکی له وړاندې په اماراتو کې دی، د کرکټ ملی لوبغاړي دم ګړۍ په تمرینونه لګیا دي او وايي چې دوی ته دا مهمه سیالي ده، یوه لورته چې همدغو افغان لوبغاړو دا لوبه په پاکستان کې یاده کړې او بل لورته یې مهم ګاونډی کرکټ هیواد دی.

افغان لوبغاړي ددې ترڅنګ چې لوبې ته سخته لیواله دي دا يو ښه چانس بولي چې د کرکټ نړۍ ته خپله لوبه په ډاګه کړي چې له ټسټ هیوادونو سره هم ښې لوبې کولای شي.

دا لوبه د فبرورۍ په لسمه د شارجې په تاریخی لوبغالی کې ترسره کیږي، د شارجې تاریخی لوبغالی افغان لوبډلې لپاره کورنی لوبغالی دی چې د شارجې د کرکټ مشر ورکړی خو تر څنګ یې پاکستان له دغه لوبغالی ان د لسیزو کلونو تاریخی لوبې لري.

په افغان لوبډله کې لویه نیمګړتیا چې لیدل کیږي هغه د حمید حسن نه شتون دی، حمید حسن د افغان کرکټ ټیم پیاوړی تیز بالر دی چې په وروستیو کې په اماراتو کې له انګلینډ سره د ای سی سی ا افیلیټ اسوشیټ ګډ ټیم له لوری لوبیده چې په پښه کې ټپي شو او دا وخت ورته ډاکټران اجازه نه ورکوي چې لوبې ته ستون شي.

خو د پاکستان د کرکټ اوسنۍ لوبډله ډېره پياوړی ښکارې، له انګلستان سره د ټسټ سیالیو وروسته شاهد افریدی هم ټیم ته ستون شوی او د سعید اجمل په څیر پاکستانی بالر ښايي په افغان لوبډلی اغیزه ولری

د کرکټ د لوبې د ماهرینو په ویناء که افغان کرکټ ټیم له پاکستان سره ښه لوبه وکړي نو دا یې په مهمو بریاوو کې شمېرلې کیږي

XS
SM
MD
LG