د ملی لوبډلې د هرکلي په موخه ځینو دولتي چارواکو او د کرکټ مینه والو د خپلې ملي لوبډلې تود هرکلی وکړ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې وروستیو کې وکولای شول چې د لویو وچو د هیوادونو ترمنځ د کرکټ په پای لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړي او ددغو سیالیو اتلولي ترلاسه کړي.
تردې وړاندې درې وارې د آیرلنډ، یو وار د سکاټلنډ لوبډلو د لویو وچو د هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وې.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې اوه لوبې ګټلې او یوه یې د زیمباوې لوبډلې سره په برابره توګه پای ته رسولې وه.