د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل، جلال آباد او خوست د کرکټ میدانونو کار پیلیږي


د کابل، جلال آباد او خوست د کرکټ میدانونو کار پیلیږي
د کابل، جلال آباد او خوست د کرکټ میدانونو کار پیلیږي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومی رئیس ایمل شینوارئ وایی چی ډیر ژر به په کابل، جلال اباد او د خوست کی د کرکټ د لوبی دپاره د میدانونو د جوړلو په کار پیل وشی. او افغانستان به د کرکټ په نړیوالو آصولو ځان عیار کړي.

ښاغلی شینوارئ وایی چی د امریکا سفارت ،د امریکا نړیواله پرمختیایی اداره (یو ایس ایی ډی) او د پاملرنې نړیواله موسسه د افغانستان په کرکټ کی ډیره علاقه لری. او دی دپاره یی د درنو مرستو ژمنی کړیدی. هغه وایی چی په کابل کی د کرکټ دمیدان په جوړلو کار پیل شویدی. او په جلال اباد کی دی دپاره زمکه اخیستل شویده او خوست کی به ډیر زر ورباندی کار پیل شی.

ښاغلي شینواری وویل چی دوی د یو شمیر خارجی هیوادونو سره خبری کړیدی. او دوی ورسره د کرکټ د ملی ټیم په مالی کومک او د کرکټ د ودی دپاره مرستو دپاره وعدی کړیدی

ایمل شینواری په کابل کی د دیرویشتو ولایتونو د کرکټ ټورنامنټ سره د اتصالات په نوم د افغانی شرکت دمرستو مننه کړیده او ویلی دی که داسی نور افغان شرکتونه او پانگه وال د کرکټ د لوبی سره کومک ته راوړاندی شی نو زر به افغانستان د نړیوالو اصولو سره سم ځان عیار کړی او په جهانی سویه به وپیژندل شی.

دی اوسنی کال د افغانستان د کرکټ ټیم د راتلونکو نړیوالو مسابقو په باب وویل چی د افغانستان ټیم به د جون د میاشتی اخر کی هالینډ ته ځی او د شپږو ملکونو سره به مسابقی کوی بیابه سکاټ لینډ او کنیا او ورپسی به عرب اماراتو ته ځی.

هغه د افغانستان د کرکټ بورډ په باب وویل چی ده سره نوی خو مسلکی کسان په ډله کی شامل دی او د افغانستان د مالیی د وزیر ډاکټر زاخلیوال په مشرئ کی اینده دپاره ډیر گټور پروگرامونه لری.

XS
SM
MD
LG