د لاس رسي وړ اتصالات

لویه څارنوالي: افغانستان کې جرمونه ۹۰ فیصده زیات شوي


لویه څارنوالي: افغانستان کې جرمونه ۹۰ فیصده زیات شوي
لویه څارنوالي: افغانستان کې جرمونه ۹۰ فیصده زیات شوي

د افغانستان د لویې څارنوالۍ څیړنې ښیي چې په ۱۳۸۸ کال کې د ملي امنیت په خلاف جرمونو ۹۰ په سلو کې زیات شوي وو.

دا څارنوالي وایي په اداري فساد کې نږدې ۲۵ تنه دولتي لوړ پوړې ښکیل چارواکي هم له دوی سره جرمي دوسیې لري.

دا اداره د ښخو په وړاندې د تاوتریخوالي د دوسیو کچه کمه ښیي او وایي دا له دې کبله چې په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې ددې ډول دوسیو د څیړلو لپاره محاکم نشته.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي تیر کال یې د عامه امنیت پر خلاف، قتل، لوټماري، اختطاف او اداري فساد په اړوند نږدې ۳۰ زره دوسیې څیړلي دي.

دا دوسیې په ملکی او نظامی برخو کې څارنوالۍ ته رسیدلي دي.

د لویی څارنوالی ویاند امان الله ایمان وایی تر تولو زیاتی دوسیی دوی ته د اداری فساد او عامه امنیت پر ضد رسیدلې دي چې د اداري فساد په برخه کې د ښکیلو کسانو په ډله کې نږدی ۲۵ لوړ پوړي دولتي چارواکي هم لاس لري او دوسیی یې تر څیړنو لاندې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند ددې لوړ پوړو چارواکو نوم نه اخلی خو وایي په دوی کې د وزیرانو، ولسوالانو او نظامي برخې د مسولینو تر کچې پورې کسان هم شته دي.

امان الله ایمان وایي په جرمی پیښو کې تر ټولو لوړه کچه د دښمن حملو په اړوند ده چی ۵۵۷۶ پیښی را منځته شوی دی او وایی دا بیښی دیری د کابل او قندهار په ولایاتو کی را منځته شوي دي.

د څارنوالی د ویاند په وینا پدې پيښو کې ۱۳۰۵۲ تنه له منځه تللي دي.

له بلی خوا دا څارنوالی وایی د پولیسو او ملی امنیت په برخه کی هم تیر کال دوی ۵۲۱۷ دوسیې څیړلي دي چی په هغه کې د پوځیانو له خوا د خپلی دندی نه ناوړه ګټه اخیستنه، د دندې نه غیر حاضري، اختلاس، غلا او جعلکاري شامله ده.

د څارنوالی په وینا په دې تورونو نږدی ۲۴۸۸ تنه توقیف شوي دي.

لویه څارنوالی وایي د مخدره توکو په قاچاق کی یی تر دا مهاله ۱۳ تنه لوړ پوړی چارواکي نیولي چې د ولسوالانو او امنیه قوماندانانو تر کچې دولتي لوړ پوړی‎ي کسان پکې شامل دي.

په افغانستان کی د ښځو به وړاندی تاوړ تریخوالی هغه څه دي چې ډیری یې ږغ تر محاکمو او دولتی چارواکو نه رسي لویه څارنوالي سره له دی چی ددی پیښو د ځینو دوسیو د څیړنو خبره کوي خو دا هم وایی چی ډیری داسې پیښې په سیمو او ولسوالیو کی د محاکمو د نه شتون له آمله نه څیړل کیږي.

دامان الله ایمان د وینا سره سم تر دا مهاله یی ۱۶۶ د وهلو تکولو او ۲۳ د د کورنی تاو تریخوالی دوسیی څیړلي دي چې دا شمیره د ښځو په وړاندی د تر سره شویو تاو تریخوالو په پرتله خورا ټیټه کچه ده.

لویه څارنوای د خپلو کړنو په لاره کی د یو لړ پرتو ستونزو یادونه هم کوي چې په هیواد کی ناامني، د قضایي ارګانونو د کارکونکو د معاشونو کموالي او د کادرونو نه شتونه پکې تر تولو اهم ګڼي.

XS
SM
MD
LG