د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت په افغانستان کې د ناپيژاندو هلیکوپټرو ناسته نه تائیدوي


تراوسه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم یو شمیر ولایتونو کې ناپیژاندو هلیکوپټرو ناسته تائید کړې نه ده.
تراوسه په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم یو شمیر ولایتونو کې ناپیژاندو هلیکوپټرو ناسته تائید کړې نه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو شمیر ولایتونو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې د ناپیژاندو هلیکوپټرو د ناستېپه اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه نه تائیدوي او وایي چې تراوسه دغه وزارت ته داسې یو سند چې د هلیکوپټرو ناسته تائید کړي په لاس نه دی ورغلی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن د دوشنبې به ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی په دې نه پوهیږي چې د دغسې خبرونو د خپرولو ترشا څوک دي.

جنرال وزیري وویل " زه په دې نه پوهیږم چې دا تبلغات د څه لپاره، څوک او ولي دا ډول تبلغات کوی او شته دی ، خو بیا هم د دفاع وزارت څیړنې روانې دي که کوم سند ترلاسه کړي، لومړی به یې له تاسو سره شریک کړي او بیا به د هغې غم وخوري".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند هم وایي چې که دا راپورونه رښتیا وای، نو خامخا به يې تصویرونو ټولنیزو رسنیو ته لاره موندلی وای.

جنرال دولت وزیري وویل "ما پخپله واوریدل او زمونږ دوستانو به هم اوریدلي وي چې په بغلان کې یې وویل چې ما په خپلو سترګو هلیکوپټرې ولیدلې، وایي چې په سترګو یې هکیکوپټر ولیده نو چې په سترګو دې ولیده ټلیفون دې ستا له سترګو ښه ویني، خو ټیلفون دې راواخله او تصویر یې واخله او د دفاع وزارت سره یې شریک کړه چې دا دې هلیکوپټر دا یې شماره ده چې د د پاکستان دی، د ایران دی، د افغانستان دی، چې دا معلوم شي چې د چا دی ".

له تیرې یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې یو شمیر سیمه ایزې رسنۍ د دغه هیواد په څو ولایتونو کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو ترولکې لاندې سیمو کې د ناپیژاندو هلیکوپټرو د ناستې په اړه رپوټونه خپاره کړي دي، خو تراوسه هیڅ کومې رسنۍ د دغسې هلیکوپټرو د ناستې کوم تصویر او ويډیو نه ده خپره کړې.

په دغو رپوټونو کې ویل شوي چې ناپیژاندې هلیکوپټرې د سرپل، بدخشان، بغلان، غزني او د ننګرهار په ولایتونو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو تر ولکې لاندې سیمو کې ناستې دي.

افغانستان د خپلو فضايي حدودو د څارلو لپاره خپل د رادار سیستم نه لري او تر ډیره د خپل هوايي حریم د څارنې لپاره د ناټو او د امریکا د پوځ د رادار پر سیستم باندې اتکا کوي.

افغان حکومت وایي، پریکړه یې کړې چې خپل د رادار سیستم نصب کړي، چې ورسره به د دغسې راپورونو د سپیناوي امکانات هم د افغان حکومت لاس ته ورشي.

XS
SM
MD
LG