د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې کوچنیو کارخانو ګڼ ځوانان په کار ګمارلي


د پکتیا پانګوال وايي ستونزې لري خو توليدات او عوايد يې په نسبي ډول زيات دي.
د پکتیا پانګوال وايي ستونزې لري خو توليدات او عوايد يې په نسبي ډول زيات دي.

په پکتيا کې پانګوال له حکومت څخه د پانګونې په برخه کې د اړينو اسانتياو غوښتنه کوي. دوی وايي، که لازمې اسانتياوې ولري، د کورنيو توليداتو د کچې په لوړېدو سره له بهره د بې کيفيته واردوونکو توليداتو مخه نيول کېدای شي.

عبدالرحمن يو نالوستی ځوان او د غزني اوسېدونکی دی. هغه له تېرو اتو مياشتو راهيسې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د پاپړو په يوه توليدوونکې کارخانې کې کار کوي.

عبدالرحمن وايي، چې په کارخانه کې د پاپړو خام مواد لمر ته پر يوه پاک ترپال اچوي، کله چې ښه وچ شي، د نورو ملګرو په مرسته يې پروسس او بيا يې د غوړيو په يوه لوی داش کې پخوي.

هغه وويل"دلته پاپړ خپله جوړو. د کارخانې مسوول خام مواد له نورو هېوادونو څخه راوړو. دلته زما دنده دا ده، چې پاپړ لمر ته اچوم او وروسته يې بيا په غوړيو کې پخوم."

که څه هم په ولايتونو کې د دا ډول کارخانو کارکوونکي له ځينو تخنيکي ستونزو سره د لاس او کريوان خبره کوي، خو زياتوي، چې فعاليت يې د کورنيو توليداتو پر زياتوالي سربېره، بې روزګاره خلکو ته کاري فرصتونه هم برابروي.

د ګردېز د يادې شوې کارخانې يو بل کارکوونکي جميل وايي، چې په خېل هېواد کې د بې روزګارۍ له امله يې په پاکستان کې تېرڅو کلونه سخته خواري زغملې.

جميل د پخو شويو پاپړو د پاکټونو پر بندولو لګيا و، هغه امريکا غږ ته داسې وويل "دلته مې اته مياشتې ووتلې، چې کار کوم. ښه غريبه راته کوي. د کور مشکلات مو پرې حل دي. مخکې مې پاکستان کې کار کاوه، ډېره سختي مو تېره کړې ده. اوس ګردېز کې شکر دی بې روزګاره نه يم."

پانګوال وايي، د پاپړو او دغه راز دېته ورته نورې کارخانې، چې ډېرې لويې نه دي، زياتې پانګونې ته اړتيا نه لري، مګر توليدات او عوايد يې په نسبي ډول زيات دي.

د يادې شوې کارخانې مسوول قادرخان وايي، چې د ګردېز ښار د دوکاندارانو اړتيا يې تر ډېره بريده د خپل توليد په عرضه کولو سره پوره کړې او له پاکستانه يې د واردولو مخنيوی کړی دی.

ده وویل "درې کاله کېږي، چې دلته مو کارخانه فعاله کړې ده. داسې ورځې وي، چې څلوېښت يا پنځوس زره روپۍ سودا کوو. په دې کې موږ ته تر پنځلس زره روپيو پورې ګټه پاتې کېږي."

هغه وايي، چې که دولت پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې اړينې اسانتياوې برابرې کړي، ښايي، د کورنيو توليداتو کچه لوړه او له بهره د بې کيفيته واردوونکو توليداتو مخه ونيول شي "موږ د برېښنا له نشتون سره مخ يو. له دولت څخه مو غوښتنه دا ده، چې موږ ته د برېښنا ستونزه حل کړي. اوس له شخصي جنراتور څخه کار اخلو."

د څېړونکو په نظر د صنعت وده او پراختيا د هر هېواد د اقتصادي وضعيت د پياوړي کولو او دغه راز د بې روزګارۍ ستونزې د حل بنسټ بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG