د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د سواد لرونکو شمیر ۴٢ فیصده ته ورسید


د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د دغه هیواد ۴۲ فیصده وکړي د لیک او لوست له نعمت څخه برخمن دي چې ۲۸ فیصده یې ښځې دي.

د یکشنبې ورځ د سپتمبر ٨ (وږي ١٧) د سواد د زده کړو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په دغه هیواد کې د جګړو د دوام او ناامنیو د پراختیا سره سره په تیره یو لسیزه کې د سواد د زده کړو بهیر ښه پرمختګ کړی او په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو او نارینو په ګډون نژدې یو میلیون وګړو سواد زده کړی.

د پوهنې د وزارت ویانده میرمن نوریه نزهت امریکا غږ ته وویل، چې په افغانستان کې که اوس هم شاوخوا لس میلیونه خلک لیک او لوست نشي کولی، خو "د سواد لرونکو د شمیر د تیرو څو کلونو پرتله لوړ تللی دی."

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د دغه هیواد ۴۲ فیصده وکړي د لیک او لوست له نعمت څخه برخمن دي چې ۲۸ فیصده یې ښځې دي.

میرمن نزهت وايي د پوهنې وزارت د اټکل له مخې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د افغانستان د نفوس تر ۶۰ فیصده پورې لیک او لوست وکړی شي.

د پوهنې د چارو کارپوهان وایي دا چې د سړو په پرتله ښځې لږې د سواد زده کړې ته لاسرسی لري علت یې په هیواد کې د حکومت له خوا د تشویقي پالیسو نشتون دی.

د افغانستان پوهنې بهیر سره د ملاتړ د ادارې مشره میرمن حسینه شیرجان امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې داسې موسسې نشته چې د هغو ښځو لاس نیوی وکړي چې واده یې کړی او زده کړې یې نیمگړې پاته دي.

هغې وویل " د یو جنګ ځپلي هیواد لپاره ځانګړو پروګرامو ته اړتیا ده او یوه پالیسي تراوسه همدا وو، چې انجونې، چې واده شوي هغوی له ښوونځي څخه منفک کیږي. مونږ په شپیتنمه او اویاومه لسیزه کې د نسوانو مو موسسه درلودله، چې په دغو ښوونځیو کې دغسې انجونو، چې واده یې کوه جذبیدلې او ور سره مرسته کیدله، چې تر دولسم زده کړي وکړي او ورسره یو شغل هم یاد کړي او پوهنتون ته لاړې شي".

خو میرمن شیرجان وايي په ٦٠ او ٧٠ لسیزه کې مو د نسوان موسسه درلودله چې د واده شویو نجونو سره یې په زده کړو کې مرسته کوله، دا موسسه د ښځو په وزارت بدله شوه او د ښځو پرمخ دا ټول پروګرامونه وتړل شو.

میرمن شیرجان وايي، په تیرو کلونو کې د پوهنې وزارت ته ډیرې پیسې د مرسته کوونکو نړیوالو موسسو له خوا برابرې شوي، خو ورته ډیره پاملرنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG