د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما افغانانو ته د انتخاباتو مبارکي ورکړه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما افغانانو ته د جمهوری ریاست او د ولایتي شوراگانو د انتخاباتو له کبله مبارکی ویلې ده.

د ریټرز د راپور له مېخ د امریکا جمهورریئس په افغانستان کې هغو میلیونو افغانانو ته يي مبارکي وویله چې رایې يي ورکړې دي، نوموړي دغه انتخابات د افغانانو لپاره یوه مهمه پیښه وبلله چې د خپل هیواد بشپړ مسؤلیت په غاړه اخلي.

دلومړنیو اټکلونو له مخی د دولسومیلونو مستحقو کسانونه له ډلې یې اووه میلیونه خلکو رایه ورکړې ده، چې په دې حساب تقریبآ (٥٨ ) فیصده مستحقو کسانو رایه ورکړې ده . دا به لومړی ځل وی چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې په دیموکراتیک ډول قدرت له یو منتخب جمهوررئیس نه بل منتخب جمهوررئیس ته انتقال شي.

ښاغلي اوباما په یوې لیکل شوې وینا کې وویل، موږ افغانان، امنیتی قواوې او د جمعې د ورځی په انتخاباتو کې د گڼ شمیر خلکو په باب د انتخاباتو د چارو ماموران ستایو چې کاندیدانو او د دوی پلویانو ترانتخاباتو پورې په کی په مثبته روحیه بحثونه او مناظرې وکړې .
ولسمشر اوباما افغانانو ته د انتخاباتو له کبله د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ، د خپلو هغو سرتېرو سرښندنې یې هم وستایلې وستایلې چې د ۲۰۰۱ لومړي کال له سپتمبر وروسته یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی
ولسمشر اوباما افغانانو ته د انتخاباتو له کبله د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ، د خپلو هغو سرتېرو سرښندنې یې هم وستایلې وستایلې چې د ۲۰۰۱ لومړي کال له سپتمبر وروسته یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی

امریکا د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره اختلاف لاره چی د دوه اړخیزه امنتی تړون د لاس کېدونه يي انکار وکړ چې د هغې له مخی به د امریکا تقریبآ اته زرو عسکرو ته اجازه ورکړل شوې وای چې په افغانستان کې پاتې شي.

د رویټرز رپوټ وايي، د روان کال په اخر کې د امریکا د عسکرو د رسمي وتلونه وروسته دغه شمېرعسکر د دوه اړخېزې موافقې د لاس کېدو نه وروسته په افغانستان کې پاتې کېدې شي .

که د ښاغلي کرزي ځای ناستی په روان کال کال کې دغه تړون لاس لیک کړي نو امریکایي ماموران د دې اختیار لري چې د افغان قواوو د روزنې او د ترورېزم ضد ماموریت لپاره یو شمېر عسکر په افغانستان کې پرېږدي.

ښاغلي اوباما وویل، دغه انتخابات د افغانستان د راتلونکي د ژغورنی او همدغه راز د بین المللي دوامداره مرستې لپاره مهم دي چې د نتیجو په باره کې ډېر مهم اواز په خپله د افغانانو دی.

ښاغلي اوباما د هغو امریکايي قواو د سرښندنو در ناوی وکړ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې وروسته په افغانستان کې يي خدمت کړی دی.

ښاغلي اوباما وویل امریکا د خپلواکه ، باثباته ، یوموټي او ډیموکرات افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او موږ سترگې په لار یو چې د نوي حکومت سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړو چې افغانانو د متقابله احترام او متقابله مسؤلیت په اساس انتخاب کړی دی.
XS
SM
MD
LG