د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندیدان څوک دي؟


ډاکټر اشرف غنى احمدزى:

محمد اشرف غني احمد زی په کابل کې زېږېدلی دی او خپل ابتدايي او متوسطه ښوونځی یې په استقلال او حبیبې لیسو کې پای ته رسولې او د لوړو زدکړو دپاره بیروت ته تللی دی چیري چې یې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د بیروټ د امریکايي پوهنتون څخه خپل لیسانس او ماسټري ترلاسه کړه.

ښاغلي احمدزي د نړیوالو اړیکو او انسان پېږندنې په برخه کې خپله دویمه ماستړي ترلاسه کړې ده او دریمه ماسټري یې هم د نړیوالو اړیکو په برخه کې په امریکا کې ترلاسه کړې ده.
دغه راز ښاغلي احمدزي د امریکا د کولمبیا د پوهنتون څخه د انسان پېږندنې په برخه کې خپله دوکتورا ترلاسه کړې ده.

ښاغلي احمدزي د ډینمارک د داروس په پوهنتون کي او د امریکا د برکلي او جانز هاپکنز په پوهنتونو کې د پروفیسور په توګه دنده ترسره کړې .

په ۲۰۰۱ کال کي یې د نړیوال بانک د پلان د ایجاد او ستراتيژۍ د ریْس په توګه کار کوی.

د ژریم د بدلون سره افغانستان ته ستون سو او په بیلابیلو برخو کې یې د مشرتابه مقامونه پرمخ بیولي دي چې په کښي د حکومت سلاکار پاته شوی دی، د نړیوالو مرستو د انسجام مسول پاته شوی دی او د مالیې وزیر او د کابل د پوهنتون د مشر په توګه یې کار ترسره کړی دی.

په دې ورستیو کې یې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د امنیتي مسولیت د انتقال د کمیسون مشري هم په غاړه درلودله.

ډاکتر عبدالله عبدالله :

ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل په ښار کې زېږېدلی دی. خپلي ابتدايي زده کړې یې د نادریې په لیسې کې بشپړې کړي دي او وروسته یې د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې لوړې زده کړې کړي دي.


ډاکټر عبدالله د کابل د نور په روغتون کې دنده ترسره کړې او دمهاجرت پر مهال یې په پاکستان کې د سید جمال الدین په روغتون کې د ډاکټر په صفت کار کړی دی.

ښاغلي عبدالله د جهاد په دوران کي، د پنجشیر د جبهې د صحي سرپرست په توګه کار کړی او وروسته یې د احمد شاه مسعود د سلاکار په توګه د کابل تر آزادۍ پوري دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو د رژیم د سقوط نه وروسته ډاکټر عبدالله د پنځو کالو دپاره د افغانستان د باندنیو چارو وزیر پاته شوی دی او د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د ولسمشر کرزي سره دویم پړاو ته ووتی.


ډاکټر هدايت امين ارسلا:

هدایت امین ارسلا د کابل په ښار کي زېږېدلی دی او د ښوونځي څخه د فراغت وروسته یې د اقتصاد او سیاسي علومو په رشته کې د کابل د پوهنتون څخه خپل لیسانس اخیستی دی .

ښاغلي ارسلا د اقتصاد په برخه کې په امریکا کې ماسټري او دوکتورا ترلاسه کړې ده.

ښاغلي ارسلا د ۱۸ ماشتو دپاره په یوه نړیوال بانک کې په اقتصادي او اجرایوي چارو کې دنده ترسره کړې ده او په ۱۹۸۷ کال کي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرضد په جهاد کې شامل شو.

ښاغلي ارسلا د طالبانو د رژیم دسقوط څخه وروسته د موقتې ادارې د مرستیال ریْس او د تجارت د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. وروسته یې د اداري اصلاحاتو د مستقلې ادارې مشري کوله او د اقتصادي همکاریوو په کمېټه کې هم غړی پاته شوی دی . دغه راز د ملي امنیت د شورا غړیتوب یې هم درلولی.


ډاکټر زلمى رسول:

زلمی رسول په کابل کې زېږېدلی دی او د استقلال د لیسې څخه د فراغت وروسته یې د طب په برخه کې خپلې لوړې زده کړې د ماسټرۍ تر سطحې پوري په فرانسې کې پای ته رسولي دي.

هغه د پاریس په یوه روغتون کې د زړه د ناروغۍ د متخصص په توګه دنده ترسره کړې ده او د سعودي عربستان د وسله والو قواوو په روغتون کي یې هم د ډاکټر په صفت کار کړی دی.

ښاغلي رسول وروسته د روم په ښار کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دفتر د ریْس په توګه کار کړی دی.

ښاغلي رسول دغه راز د پاریس په ښار کې د افغان حقیقت د خپرونې مسول هم پاته شوی دی چې د افغانستان د جهاد دپاره یې فعالیت کوی.


ښاغلی رسول د موقتې ادارې د ایجاد وروسته د هوا نوردی د ریٌْس په توګه تعین شو او وروسته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د مشر په توګه تعین شو. په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د باندنیو چارو د وزیر په توګه د ولسمشر کرزي له خوا په دنده وګمارل شو او د جمهوري ریاست د انتخاباتو ته د درېدو پوري یې هغه دنده ترسره کړه.


محمد داود سلطان زوی

محمد داود سلطانزوی د غزني په ولایت کې زېږیدلی دی. خپل ابتدايي او ثانوي ښوونځۍ یې د حبیبې په مکتب کې پای ته رسولې ده او وروسته د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی ته ولاړی او د هغه ځای څخه د امریکا په بورس کې د کامیابه کېدو وروسته امریکا ته ولاړی او هلته یې د پیلوټۍ په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.


ښاغلي سلطانزوی د آریانا، سعودي عربستان او د امریکا په یونایټډ هوايي شرکتونو کې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي سلطانزوی د ۱۳۸۴ څخه نیولې تر ۱۳۸۹ پوري د افغانستان په ولسي جرګې کې د غزني ولایت د استاځي په توګه کار کړی دی او په ولسي جرګې کې د اقتصادي کمیسون مشري کوله.

عبدالرب رسول سياف :

عبدالرب رسول سیاف د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او خپل ابتدايي تحصیلات یې د امام ابو حنیفې په مدرسې کې په کابل کې پای ته رسولي دي او وروسته د کابل پوهنتون د شریعاتو د پونځۍ څخه فارغ شوی چې په تعقیب یې په همدغې پوهنځۍ کې د استاد په توګه کار کړیدی.

ښاغلي سیاف د کابل په پوهنتون کې د استاد په توګه د دوو کلونو وروسته دندې څخه د الازهر پوهنتون ته ولاړی او هلته یې د احادیثو په برخه کې ماستړي ترلاسه کړه.

ښاغلي سیاف د شوروي د یرغل پرضد د افغانستان د مجاهدینو د مشهورو مشرانو په ډله کې شمیرل کېږي او د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته یې په نوې ادارې کې هم برخه درلودله. د دې ترڅنګ یې د افغانستان د اضطراري او اساسي قانون په لویو جرګو کې هم ونډه درلودله او د پارلمان په دوو دورو کې یې په ولسي جرګې کې د کابل د خلګو استاځيتوب کوی.

محمدشفيق ګل آغا شيرزى:

محمد شفیق ګل آغا شیرزی د کندهار په ولایت کې زېږېدلی دی او د کندهار د مشرقي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.
ښاغلی شیرزی په کندهار کې د مجاهدینو د قوماندانانو له ډلې شمیرل کېږي او د مجاهدینو د حکومت پر مهال یې د کندهار د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو د سقوط وروسته لومړی د کندهار والي و او وروسته بیا د شهر سازۍ او مسکن وزیر سو. شیرزي د ۱۳۸۵ ام کال راهیسي تر هغه مهال چې د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره کاندید شو، د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کړېده.


عبدالقيوم کرزى:

عبدالقیوم کرزی د کندهار په ښار کې زېږېدلی دی او د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور دی.هغه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې په امریکا کي لوړې زده کړې کړي دي.

ښاغلي کرزي د افغانستان په ولسي جرګه کې په تیرې دورې کې د کندهار د خلګو د استاځي په توګه دنده ترسره کړې ده او اوس مهال په تجارت اخته دی.

محمد نادر نعيم:

محمد نادر نعیم د کابل په ښار کې زېږېدلی دی او وروسته په کوچنیوالي کې لندن ته مسافر شو. هغه د کمپیوټر سیاینس په برخه کې د نورت لندن د پوهنتون څخه د لیسانس تر سطحې پوري لوړې زده کړې کړي دي.

ښاغلي نعیم د ملت د بابا محمد ظاهر شاه د راستنیدو سره افغانستان ته راستون شو او د هغه د دفتر د ریْس په توګه یې کار کوی.

ښاغلي نعیم وروسته په افغانستان کې د ولس د غږ په نامه باندي یو سیاسي تحریک تاسیس کړ او د هغه مشري کوي.

عبدالرحیم وردک:

عبدالرحیم وردک د میدان وردک ولایت د چک په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی . د حبیبیې په لیسې کې یې ابتداييه او لسیه ویلې ده او وروسته د کابل د حربي ښوونځۍ محصل شو.

ښاغلي وردک خپل عالي تحصیلات د امریکا په نظامي پوهنتون او د مصر د علي نصر په نظامي اکاډمي کې ترسره کړي دي.

د تحصیل د بشپړیدو وروسته یې د کابل په حربي ښوونځۍ کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.


ښاغلي وردک د موقتې ادارې پرمهال د ملي دفاع د وزارت د مرستیال په توګه او وروسته د ملي دفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ملي دفاع د وزارت د مقام نه وروسته یې د ولسمشر کرزي د امنیتي چارو د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.


انجينيرقطب الدين هلال:

انجنیر قطب الدین هلال د خوست ولایت د جاجي میدان په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او د ابتدايي شوونځي وروسته د کابل حربي ښوونځی ته تللی او هلته یې خپلې زده کړې بشپړې کړي دي.


ښاغلي هلال خپلې لوړې زده کړې د ساختماني انجنیرۍ په برخه کې بشپړې کړي دي او خپل لیسانس یې د مهندۍ د پوهنځۍ د تخنیک د اکاډمۍ نه ترلاسه کړې ده.

ښاغلي هلال د هجرت پر مهال په پاکستان کې د ګلبدالدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي د سیاسي کمېټې مشري په غاړه درلودله او په حزب کې یې د پکتیا ولایت چارې پرمخ بېولې.
XS
SM
MD
LG