افغان مامورین وايي دوی د هغو پنځو تنو مړي پیدا کړي دي چې د یوې کاندیدې ښځې لپاره د پارلماني انتخاباتو لپاره د کمپاین په وخت کې برمته شوي وو.
مقامات وايي د دوی مړي د هرات په ولایت کې موندل شويدي. دغه کسانو د فوزیه گیلاني لپاره په پارلماني انتخاباتو کې کمپانی کاوه. دوی د چارشنبې په ورځ د وسله والو لخوا برمته شول.
د دغو وژنو مسئولیت تر اوسه پورې چا نه دی منلی.
د راتلونکو انتخاباتو لپاره د امنیت مسئله ډیره مهمه ده. د افغانستان د انتخاباتو مامورینوویلي دي چې د امنیتي ملاحظاتو په سبب نژدې نهه سوه د رایې اچونې مرکزونه نه شي خلاصیدلی.
بل خوا، ناټو وايي، په افغانستان کې د تیرو دوو ورځو د ناامنیو په بیلابیلو پیښو کې اووه امریکايي عسکر وژل شوي دي. په دې اړه نور جزیات نه دي وکړل شوي.
ناټو نن دا هم وویل چې د حقاني د شبکې د تندرو شبکې هغه قومندان یې له دوو نورو کسانو سره نیولی چې د خوست په ولایت کې یې پر دوو امریکايي اډو باندې باندې د شنبې د ورځې په حملې کې لاس درلود.
د ناټو یوه ویاند وویل چې ورانکارو پرون د ناټو د سالرنو او چپمن په اډو باندې د ټوپکو او راکټو ډزې پیل کړی. ویاند وايي، څو تنو حمله کوونکو امریکايي پوځي یونیفورم اغوستي وو.
بل لور ته ناټو وايي، د پکتیا په ولایت کې یې د طالبانو یو قوماندان او اوه تنه نور یاغیان وژلي دي. ناتو وايي دغه قوماندان چاودیدونکو مواد جوړول او د جگړه مارانو د نقل او حرکت چارې یې تنظیمولې.