د لاس رسي وړ اتصالات

مسقط کې د افغانستان په اړه څلوراړخیزه غونډه وشوه


د مسقط غونډه، د دوشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون پیل شوه.
د مسقط غونډه، د دوشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون پیل شوه.

د عمان په پلازمینې مسقط کې د افغان سولې په تړاو د څلوراړخیزې ناستې په پیلیدو سره، سیاسي کارپوهان وايي، چې دا ډول ناستې لنډمهالې دي او دوامدراې مثبتې پایلې نه لري.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو د دوشنبې په ورځ په مسقط کې د افغان سولې پر سر د څلور اړخیزو مذاکراتو لړۍ یو ځل بیا پیل کړې ده، خو د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو کارپوهان د دغو خبرو مثبتو پایلو ته خوشبین نه دي.

د امریکا د منځني ختیځ د څیړنو د مرکز کارپوه ماروین وینباوم امریکا غږ ته وویل چې د مسقط په غونډه کې د ایران او طالبانو نه ګډون، د دغې غونډې تشه ګڼل کیداې شي. ښاغلي وینباوم وویل چې په اوسنیو حالاتو کې ښاي طالبان د سولې لپاره ډیره دلچسپي ونلري او پدغه راز غونډو کې د هغو نشتون دغه ستونزه نوره هم ډیروي.

د نړیوالو اړیکو استاد عبداللطیف نظري امریکا غږ ته وویل، د امریکا د نوې استراتیژۍ له اعلان وروسته، هغه نړیوال فشارونه چې پر پاکستان باندې راغلي دي، د مسقط ناسته د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې یو مثبت ګام بلل کیږي.

خو ښاغلي نظري ټینګار وکړ، چې دا ناسته به دوامداره مثبتې پایلې و نه لري.

هغه وویل "د افراطي او تروریستي ډلو د مخنیوي په برخه کې د اسلام‌آباد پر مثبت رول باندې باور نشته، ځکه چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژي او د ستراتیژیک عمق په لیدلوري کې ځانګړی بدلون نه لیدل کیږي... دغه وضعیت ته په کتو زه فکر کوم، چې له دغو غونډو څخه موږ باید د دې تمه و نه لرو، چې دا به د افغانستان پر امنیت باندې مثبتې اغیزې ولري".

ښاغلي نظري زیاته کړه، د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان تحرکات که څه هم ظاهري بڼه لري، خو تر څنګ یې د نړیوالو فشارونو د مثبتې اغیزې ښکارندويي کوي.

دغه راز د سیاسي چارو بل کارپوه وحید مژده هم د مسقط څلوراړخیزه ناسته موسمي ګڼي او وايي، کله چې د جګړې موسم ختمیږي، پاکستان د مذاکراتو لړۍ پیلوي، خو په افغانستان کې د هوا په ګرمیدو سره خپلې ژمنې تر پښو لاندې کوي.

د ښاغلي مژده پر وینا، که څه هم د مسقط د ناستې نتایج تر اوسه روښانه نه دي، خو د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د دا ډول تیرو غونډو نتایجو ته په کتو، اوسنۍ غونډه به هم د افغانستان پر سولې مثبته اغیزه و نه لري.

هغه وویل "د ژمي په موسم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو څه ښه وي، خو کله چې هوا ګرمیږي، بیرته جنګونه تاوده کیږي او حالات یو ځل بیا کړکیچن کیږي".

ښاغلي مژده ټینګار وکړ، که څه هم د مسقط ناسته به مثبتې پایلې و نه لري، خو لږ تر لږه به د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د اړیکو له ښه کیدو سره مرسته وکړي.

خو د پوهنتون استاد فیض‌محمد ځلاند بیا په دې باور دی، چې د مسقط ناسته به له افغانستان سره د امریکا او چین د همکاریو د نږدیوالي لامل شي.

که څه هم ښاغلي ځلاند د افغان سولې په اړه د تیرو څلوراخیزو ناستو نتایجو ته په اشارې په دې برخه کې د مسقط ناسته هم بې‌ګټې وبلله، خو ویې ویل "افغانان کولی شي، د امریکا او چین په ګډو ګټو کې خپلې ملي ګټي خوندي او امنیت ته ځان ورسوي. په دې برخه کې د پاکستان کردار د چین او امریکا تر فشارونو محدود دی، که چیرې چین او امریکا په ریښتینې توګه پر پاکستان فشار وارد کړي، ګوندې دا هڅې ګټه وکړي".

خو له دې ټولو سربیره، د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تیره ورځ په لغمان ولایت کې خبریالانو ته ویلي، چې د مسقط په څلور اړخیزه غونډه کې به د افغانسان او پاکستان پر اړیکو بحث وشي او افغان حکومت یې مثبتو پایلو ته خوشبین دی.

د مسقط نننۍ غونډه، د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو ترمنځ د څلوراړخیزو ناستو د لړۍ شپږمه غونډه ده، چې له یو کال ځنډ وروسته بیا پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG