د لاس رسي وړ اتصالات

تخار: بزګران وايي د حاصلاتو نرخونه یې ټیټ دي


تخار: بزګران وايي د حاصلاتو نرخونه یې ټیټ دي
تخار: بزګران وايي د حاصلاتو نرخونه یې ټیټ دي

د تالقان د څینزيي د کلي یو تن بزګر عزت الله چې د تالقانو د غلې منډیي ته یې د خرڅ لپاره وریجې راوړي، وايي چې سره له دې چې دده وریجې د یو شمیر نورو بزګرانو تر هغې ښې دي خو زیاتوي چې دغه وریجې ایله دده لګښت پوره کولی شي.

هغه وايي : "ما دغه وریجې د خرڅلاو لپاره راوړي، د وریجو بیه له ۱۰۰ افغانیو تر ۲۰۰ افغانیو ده، زما د وریجو بیه لوړه ده چې ایله به خپل مصرف پوره کړي، نورې وریجې خو خپل مصرف هم نه شي پوره کولی، چې د مردکار مزدورۍ ته وګورې، سرې ته وګورې، د تراکتور او نورو مصارفو حساب وکړې دهقان ته څه هم نه پاتي کیږي، همدا لامل دی چې ځینو خلکو دهقاني خوشې کړه".

ډیر بزګران وايي حاصلات یې حتی د کر لګښت هم نه پوره کوي.

د تخار ولایت یو بل بزګر شیر اغا چې هغه هم د غلې منډیي ته وریجې راوړي د خپلو زراعتي حاصلاتو د بیو د ټیټوالي سر ټکوي، هغه وايي چې دوه کلونه کیږي چې دا د زراعتي حاصلاتو د بیو د ټیټوالي له امله زیانمن کیږي.

"دلته مې یو تجار ته وریجې ورکړي، هغه پیسې چې پرې ما لګولي هغه نه پوره کوي، زما سرګرداني او مزدورانو ته ډوډۍ ورکول خو لا پریږده، د یو چا ځمکه مې په نیمه کړې وه ۳۴۰ منه غنم مې شوي وو او ۱۳ زره افغانۍ مې پرې مصرف کړی و، ماته په کې ۱۳۰ منه غنم راورسیدل، په هغه وخت کې خلکو غنم په ۷۰ افغانۍ من اخست خو ماته یو من په ۱۳۰ افغانۍ تمام شو، دهقان چې هر څه وکري تاوان کوي، زه هم مجبور شوم د هغه سړي ځمکه مې خوشې کړه".

د تالقانو د غلې په منډيي کې د غلو دانو یو تن سوداګر نعمت الله هم د بزګرانو د زراعتي حاصلاتو لګښت ډیر او نر خونه ارزان ګڼي، هغه وايي چې ده هم له سوداګرۍ دمخه دهقاني کوله چې په وینا یې تاوان يې په کې وکړ او خوشې یې کړه.

" زه وریجې او نورې غلې دانې اخلم او خرڅوم یې، مخکې مې دهقاني کوله خو په کې تاواني شوم، اوس چې د غلو دانو سوداګري کوم ګټه یې تر دهقانۍ ښه ده په دهقانۍ کې به هر کال پوروړي کیدو خو دلته یو څه ګټه کوم، نو بزګرانو ته څه شی نه پاتي کیږي له جیبه په کې مصرف کوي".

د تخار د زراعت ریاست مسوولین هم د بزګرانو د زراعتي حاصلاتو د نرخونو ټیټوالی مني، او وايي چې د بزګرانو ځینې حاصلات د هغوی لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

ددغه ریاست مسوولین په ځانګړي ډول د غنمو فصل ته اشاره کوي او وايي چې اکثره بزګران چې په خپلو ځمکو کې غنم کري هغه لګښت هم نه شي پوره کولی چې په وینا یې په دغه فصل یې کړی وي.

د تخار د زراعت ریس معین الدین عیني وايي ددې لپاره چې د بزګرانو د حاصلاتو نرخونه ټیټ نه شي سږکال دوی ددغه ولایت د بزګرانو څخه په زرګونه ټنه غنم له بازار څخه په لوړه بیه واخستل، چې د نوموړي په وینا دغه کار د تخار د بزګرانو سره ډیره مرسته وکړه او د هغوی د غنمو نرخونه یې ټیټیدو ته پرینښودل.

XS
SM
MD
LG