د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې د نجونو د کرکټ وده


په جلال آباد کې د نجونو د کرکټ وده
په جلال آباد کې د نجونو د کرکټ وده

د لومړي ځل لپاره په ختیځ ولایت ننګرهار کې د نجونو د کرکټ په برخه کې یو روزنیز پروګرام تر سره شو.

دا وخت په افغانستان کې د نجونو تر منځ هم د کرکټ لوبه د پرمختگ په حال کې ده.

د جلال آباد په ښار کې د افغان ځوانانو د کرکټ د ملاتړ ادارې (ایکسو) د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د جلال آباد ښار د ښوونځیو نجونو او هلکانو ته د کرکټ‌ روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

د ایکسو د ادارې مشر او د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ریس احمدزي آشنا ټلویزیون ته وویل چې دا د نجونو د کرکټ د پرمختګ په برخه کې یو بریالی پروګرام وو،

رییس احمدزی وايي: "دوی لپاره موږ د کرکټ هغه کوم تخنیکونه چې دي کار وکړ.

دوی لپاره ما د پاکستان د انجونو د کرکټ دوه لوبغاړې را دعوت کړې وې.چې دوی په آسانه سره له دغو انجونو تخنیکونه زده کړي او په کرکټ پوه شي چې کرکټ څنګه لوبه ، څنګه کیږي د هغې اصول څه دي، چې میدان څومره دی ، پیچ څه شی دی او زما په نظر دا یوه کام ټریننګ کمپ وو چې په ننګرهار کې مو ترسره کړ".

احمدزي وویل چې دوی د جلال آباد ښار د هر ښوونځي‌ څخه لسو لسو زده کوونکو ته بلنه ورکړې وه، خو کله چې ولیدل د کرکټ‌ مینه وال دومره زیات ول چې له ټاکلي شمیر څخه زیاتو انجونو په دغه روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ.

په ورته وخت کې په دغه روزنیز پروګرام کې انجونو هم ددې لپاره ګډون کړی چې کرکټ زده کړي او په راتلونکې کې د افغانستان د کرکټ د ملي‌ لوبډلې په څیر بریاوې د افغانستان لپاره ترلاسه کړي.

غالبه یوه هغه انجلۍ ده چې د کرکټ‌ په دغه روزنیز پړاو کې یې ګډون کړی او وايي چې ډیره خوشحاله ده چې د کرکت‌ لوبې لارې چارې زده کوي.

نوموړي په دې هکله داسې یو پیغام لري.

"موږ نه یوازې په کرکټ باید د سپورټ په نورو برخو کې هم ونډه واخلو.

له هر افغان څخه مې غوښتنه ده چې نه یوازې په کور کې کیښني او په دې فکر کې ونه اوسي چې د افغانستان وضعه خرابه ده ا فکر له سره وغورځوۍ تاسو باید په خپله افغانستان یو ځای ته ورسوۍ او دا تاسو لپاره یوه ښه موقع ده".

په آی سي سي‌ یا د کرکټ په نړیوالې شورا کې د یو هیواد لپاره چې د کرکټ لوبه پکې کیږي ،په بشپړه توګه د غړیتوب ترلاسه کولو په موخه د انجونو د کرکټ‌ د لوبډلې شتون یو اړین ګام بلل کیږي.

ریس احمدزي دغې ټکي‌ ته په اشارې سره وویل:

"افغانستان اوس له آی سي سي سره په آفلیت کې دی . هغه څلور شیان چې هغه د انجونو د کرکټ‌ لوبډله ده،میدانونه دي ، د ولایتونو ترمنځ روزمره لوبې دي چې په دې برخو باید چې کار وشي.

کرکت‌ بورډ هم په پام کې لري.زه ګومان کوم چې په راتلونکو پنځو یا شپږو کلنو کې به افغانستان ددې جوګه شي چې د انجونو د کرکټ لوبډله جوړه کړي او بهر ته ولاړه شي او په سیالیو کې ګډون وکړي".

دا لومړي ځل دی چې په افغانستان کې انجونو لپاره د کرکټ‌ په برخه کې روزنیز پروګرام تر سره کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي‌ وايي‌ چې په پام کې لري‌ د انجونو د کرکټ لوبډله هم جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG