د لاس رسي وړ اتصالات

کلیواله موسیقي لا ژوندئ ده


کلیواله موسیقي لا ژوندئ ده
کلیواله موسیقي لا ژوندئ ده

د ننګرهار ځوانان اوس هم د ژمي يوه نيمه شپه په کليوالې موسیقۍ رڼوي.

که څه هم دامهال غربي موسېقۍ بازار دومره تود شوى چې يو شمېرځوانان دکليوالې موسيقۍ اورېدل وروسته پاتې والى ګڼي خو يو شمېر داسې ځوانان شته چې کليواله موسيقي دخپل اصيل فرهنګ يوه مهم اصل ګڼي.

د دوي په وينا دکليوالې موسېقۍ ځاى هېڅکله هم بله موسېقي نه شي نيولى يو شمېرخو بيا لا دا وايي هر افغان ته بويه چې خپلو ماشومانوت ه خپله کليواله موسېقي له خپلې سيمې او کولتورسره د بلدتيا او ژبې دخوندي ساتلو په هدف واروي.

يو مهال زموږ په کليو او بانډو کې کليوالو ځوانانو په اوجرو او دېرو کې کليواله موسیقي جوړوله او دوی به سره په همدې پلمه راټولېدل او يو بل به يې سره کاته دموسېقۍ دغه مجلسونه به دژمي په شپوکې ډېرجوړېدل.

اوس که څه هم دغه دود په بشپړډول نه دى پاتې اونه هغه کليوالې اوجرې او دېرې هغسې له خوښيو ډکې پاتې دي چې څڼورو شازلميو به د ټپو او اتڼ په کولو ترې ګرد جګاوه خو بيا هم ځوانان په يونيم مجلس کې چې سره راټول شي هغه پخوانى دوديوڅه پالي اوس هم دمستۍ هغه لوبې غواړي چې زموږسيمې به يې راپېژندلې.

امين الفت چې دپکتيا سيمې يو ځوان سندرغاړى دى څو شپې وړاندې يې دلغمان په ولايت کې د ځوانو شاعرانو او ليکوالو يو مجلس په خپلو سندرو روڼ کړ. ده په خپلوسندرو کې که څه هم هڅه کوله چې غزل ووايي خو بيا هم يو شمېر کليوالو ځوانانو ترې دکليو او بانډو سندرې غوښتلې.

امين الفت وايي له ده څخه کليوال ځوانان تل کليوالۍ له شور او مستۍ ډکې سندرې غواړي دى وايي که څه هم جګړې خلک اوسيمه ځپلې خوبياهم دى چې د ځوانانو مجلسونه او شوق ګوري نو ناهيلى کیږي نه.

الفت وايي، اوس هم په زياتو ځوانانو کې هغه پخوانۍ مستي پاتې ده او دى هيله من دى چې د پښتوکليوالې موسېقۍ ډول به تت نه شي. دى وايي له ده تل ځوانان داهيله کوي چې ګرمې لوبې ووايي.

امين الفت وايي دى زياتره مهاله له پکتيانه مشرقي ته راځي دى داهم وايي چې دده هڅه داده چې هغه پخوانۍ کليوالي سندرې په پاپ موسېقۍ کې وغږوي چې له يوې خوا هغه له پند او خوند ډکې سندرې له منځه لاړې نه شي اوله بل پلوه د ځوانانو نننۍ تنده هم ماته کړي.

د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي افغان ځوانان بايد خپل کولتوري ارزښتونه ژوندي وساتي ددوي په وينا هغه مجلسونه چې پخوا په اوجرو او دېرو کې کېدل ځوانان به له خوانه ورته راټوليدل هماغه مينه او محبت بايد دوی وساتي اوهير يې نه کړي.

د دوی په وينا د دوی د کولتور پېژندنې يوه څرګنده بیلګه هم د هماغو کليوالو سندرو پالل او ژوندي کول دي.

د کليوالو مجلسونو ټغرهغه مهال غړند او مخ په ټولېدو شو چې سيمې اوبانډې دجنګ جګړوپه منګول کې ښکېل شوې دېرې ورانې او د ټوپک تر سيوري لاندې راغلې؛ اوجرې تشې او د جنګ سنګر وګرځېدې.

نه اوس هغه څڼور شا زلمي شته او نه په اوجرو او دېروکې د چلمانو د دودونو کړۍ کړۍ حلقې او نه د خاورين منګي يخې اوبه نه خاورين کنډول او نه د مرغيو د سيل شور پاتې دى.

XS
SM
MD
LG