د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی اروپا کې د ښځینه فوټبال غړو د جنسي ځورونې ادعاوې څېړي


د افغانستان لوی څارنوال وایي، د افغان نجونو د فوټبال په ملي لوبډله کې د جنسي او فزیکي ځورونې د ادعاو د څېړلو لپاره لا هم یو هیئت په اروپا کې دی او په دې اړه هر اړخیزې څېړنې کوي.

لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د دوشنبې پر ورځ «غويي میاشتې ۲ مه» ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په ناسته کې وویل، چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو هیئت د هر اړخیزو، منصفانه او عادلانه څېړنو لپاره اروپا ته سفر کوي.

نوموړي که څه هم د دغې قضیې په اړه ډېر معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې "د لویې څارنوالۍ د هڅو، بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ،د هغه هېواد په مرسته چې د وېزې او سفر امکانات یې برابر کړل او د افغان حکومت په مصرف د عادلانه او منصفانه څېړنې لپاره اوسمهال زموږ یو هیئت په اروپا کې دی".

شااوخوا پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان د نجونو فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر نجونو له ګارډېن ورځپاڼې سره مرکه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر مشر کرام الدین کریم د جنسي او فزیکي ځورونې ادعا کړې وه چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

د دغې قضیې د هر اړخیزو څیړنو لپاره افغان حکومت میاشتې وړاندې یو پلاوی اروپا ته ولېږۍ چې اوس هم په څېړنو بوخت دی.

د یاد خبر تر خپرېدو وروسته ولسمشر غني لوی څارنوالۍ ته سپارښتنه وکړه چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ څو میاشتې مخکې تر خپلو لومړنیو څېړنو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم په ګډون د دغه فدراسیون څلور نور غړي ممنوع الخروج اعلان کړل.

خو کرام الدین کریم پر خپل ځان لګېدلي تورنه رد کړي و.

د فوټبال نړیوال فدراسیون په دې اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسه د کرام الدین کریم دنده وځنډول او پر ځای یې یوسف کارګر او فاضل شهاب د افغانستان د فوټبال فدراسیون د سرپرست او سکرټر جنرال په حیث اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG