د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي طالبان یې د لښکرګاه له څنډو شړلي دي


د هلمند مرکز لښکرګاه ته د طالب وسله والو د نږدې کیدو وروسته افغان ځواکونو تیره ورځ د دغه ښار شاوخوا ته عملیات پیل کړل.
د هلمند مرکز لښکرګاه ته د طالب وسله والو د نږدې کیدو وروسته افغان ځواکونو تیره ورځ د دغه ښار شاوخوا ته عملیات پیل کړل.

د هلمند ولایتي چارواکې وایي، د لښکرګاه شاوخوا ته د پیل شوو پوځي عملیاتو په ترڅ کې يې تیره شپه خپل وسله وال مخالفان تراته کیلو مټرو پورې په شا تمبولي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات امریکاغږ اشنا راډیوته وويل، چې د هلمند په پيل شویو نظامي عملیاتو کې تیره شپه ۸۸ طالب وسله وال وژل شوي چې بهرني جنګیالي هم پکښې شامل دي .

ښاغلي حیات وویل " تیره شپه د لښکرګاه ښار په درییمه او دوهمه حوزه ، بولان ، بشران ، تریخ ناور ، یخچال سیمو کې په هوايي او توپچي بریدونو کې ۸۸ وسله وال وژل شوي او تر ۹۰ زیات نور ټپیان شوي دي چې بهرني وسله وال هم په کې شته ، دغه راز ۶ موټر چي ځيني ېې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي وو هم لمنځه وړل شوي".

د هلمند والي وویل ، چې دغه عملیات د کوماندويي ځواکونو له خوا ترسره کیږي چې په لومړي سر کې دوی هڅه کوي چې د لښکرګاه ښار چا چاپير سیمه د دولت د وسله والو مخالفینو له حضور څخه پاکه کړي .

ښاغلي حیات وويل" موږ هڅه کوو چې د بولان او د ښار له نورو برخو څخه چې پدې وروستیو کې سل ګونه کورنۍ د جګړو له امله ورڅخه کډوال شوي ، تر عملیاتو وروسته ژر ورته زمینه برابره کړو چې خپلو سیمو ته ستانه شي ".

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې د دولت وسله والو مخالفینو ته دا تلفات یوازې تیره شپه اوښتي دي او اوس هم د افغان ځواکونو له لوري پيل شوي عملیات دوام لري .

دغه چارواکي وایي، د ځمکنیو ماینونو لمنځه وړل يې د عملیاتو یوه مهمه برخه ده.

افغان امنیتي چارواکو ادعا کړې چې په روانو عملیاتو کې یې د لښکرګاه شاوخوا سیمو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې تر اتو کیلو مترو پورې پرمختګ کړی او دا سیمې یې له هغو بیرته نیولي دي.

په ورته وخت کې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی چې په دغه ولایت کې د عملیاتومشري کوي، امریکاغږاشنا راډیو ته وويل چې دوی د ملکي تلفاتو مخ نیوي ته ډيره پاملرنه کوي او په پيل شویو عملیاتو کې تراوسه هیڅ ملکي وګړي ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

جنرال احمدزي وویل، چې د هلمند د مرکز لښکرګاه امنیتي حالت د ښه کیدو په حالت کې دی اوحالاتد افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

وسله والو طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه د وضعیت په اړه په یو بیان کې ویلي چې په تیرو ورځو کې یې چې ددغې ډلې وسله والو د لښکرګاه ښار په لور پرمختګ کړې وو، اوس هم هغه نیول شوي سیمې ورسره دي.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ادعا کړې چې لا هم طالب وسله وال د لښکرګاه د درییمې حوزې او دوهمې حوزې له سیمو د ښار پرمخ پرمختګ ته دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG