د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو کندهار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسول نیولی


دا لومړی ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه په کندهار کې د داعش وسله والې ډلې د یو چارواکي د نیولو خبر ورکوي.
دا لومړی ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه په کندهار کې د داعش وسله والې ډلې د یو چارواکي د نیولو خبر ورکوي.

د کندهار د پولسو مقامات وايي چې ځانګړو افغان ځواکونو پدې ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلي د جلب او جذب مسئول نیولی.

د نیول شوي کس بشپړه هویت لاهم پټ ساتل شوی خو چاروکې وايي چې په اړه به يې جزیات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه په کندهار کې د داعش ډلي هیڅ ډول فعالیتونه ندي تر سترګو شوي او دا لمړی ځل دی چې په دې ولایت کې د داعش ډلي یو مسئول نیول کیږي.

د کندهار د پوليسو ویاند لمړي څارن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د"داعش تروریستي ډلي د جلب او جذب دغه مسئول تیره شپه د ښار په لویدیځ اتمه حوزه کې نیول شوی اوس هم له ځانګړو ځواکونو سره تر پلټنو لاندې دی موږ يې په اړه نور جزیات اوس نلرو خو د افغان ځانګړو ځواکونو تر تحقیقاتو بشپړه وړولو وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړو".

تر دې مخکې د کندهار په ګاونډ د زابل په شمال کې په خاک افغان ،دایچوپان ،ارغنداب او میزانه ولسوالۍ کې د زابل ولایتي شورا او سیمه ییزو اوسیدونکو له تېر یوه کال راهیسې د داعش ډلي د پراخ حضور خبر ورکړی.

ننګرهار کې د داعش پر خلاف عملیات پیل شوي

د ننګرهار ولایتي امنیتي چارواکي وايي چې د حمزه په نوم د افغان ځواکونو دا عملیات د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوي.

د ننګرهار په ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د اچین او هسکې مېنې ولسوالۍ په عملیاتو کې یې څلرویشت داعش جنګیالي وژلي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې د اچین ولسوالۍ په مزده کي سیمه کې د پولیسو ځانګړې قطعې ځمکني عملیات کړي چې له امله یې نهه داعش جنګیالي وژل شوي چې جسدونه یې د جنګ په ساحه کې پاتې دي.

مشرقیوال وايي د همدغې ولسوالۍ په ش‌‌‌‌‌‌ډل سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه طیارې په برید کې هم اته داعش وسله وال وژل شوي.

نوموړی زیاتوي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ ساحه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو عملیات کړي چې اوه داعش وسله وال پکې وژل شوي او درې نور زخمیان دي.

د ننګرهار چارواکو ویلي چې دغه ټولې پېښې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې شوي دي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG