د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې له داعش سره د اړیکو په تړاو یو ایرانی نیول شوی


افغان امنیتي ځواکونو له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې د ننګرهار په څلور ولسوالیو کې د داعش پرخلاف جګړه پیل کړې ده.
افغان امنیتي ځواکونو له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې د ننګرهار په څلور ولسوالیو کې د داعش پرخلاف جګړه پیل کړې ده.

د ننګرهار ولایت چارواکو ویلي دي چې دي چې پولیسو د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې یو ایرانی وګړی له داعش سره د تړاو په تور نیولی دی.

ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې دغه ایرانی وګړی د احمد خېلو په سیمه کې هغه مهال نیول شوی چې پولیسو په دغه سیمه کې تصفیه او تالاشي کوله.

مشرقیوال زیاتوي چې دغه کس د داعش په لیکو کې د حکومت پر ضد تخریبي اعمال تر سره کول.

تر اوسه ایراني چارواکو او یا داعش ډلې ددغه کس د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي، خو که دغه کس رشتیا هم د داعش غړی وخېژي نو دا به لومړنی ایرانی وګړی وي چې حکومت په ننګرهار کې له داعش ډلې سره د اړیکو په تړاو نیسي.

چپرهار کې د داعش پر ضد عملیات پای ته ورسېدل

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د حمزه په نوم داعش ضدي عملیات چې د چپرهار په ولسوالۍ کې لس ورځې مخکې پیل شوي تیره ورځ پای ته ورسېدل.

نوموړی وايي ددغو عملیاتو په ترڅ کې د چپرهار ټول کلي له داعش او طالب وسله والو څخه پاک شوي دي.

چارواکي وایي، په دغه لس ورځینو عملیاتو کې ۵۹ داعش وسله وال وژل شوي ۳۹ یې زخمیان دي او درې یې ژوندي نیول شوي دي.

خو یو شمېر سیمه ییزو اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي چې ډېرې سیمې لا له عملیاتو پاتې دي او افغان ځواکونو دا عملیات په نمايي یې کې پرېښي دي.

تر اوسه داعش ډلې د چپرهار د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

اچین کې د ولسي خلکو او داعش وسله والو تر منځ جګړه

د بلې خوا د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې تېره مازیګر په اچین ولسوالۍ کې ملکي خلکو د داعش پر وړاندې وسله اخیستې او ددرې ساعته جګړې په پایله یې کې پنځلس داعش وسله وال وژلي او یو شمېر نور یې زخمیان کړي دي.

دغه پېښه د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغه مخامخ جګړه کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پنځلس وسله وال وژل شوي چې د ځینو جسدونه د جګړې په میدان کې پاتې دي.

نوموړی وايي دغه جګړه د یو ځايي مشر ملک بهرام په مشرۍ شوې او جګړه کې د یوې ښځې په ګډون پنځه ملکیان هم وژل شوي او یو بل زخمي دی.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG