د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو له زندان ۶۷ افغان سرتیري ازاد شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تیره شپه یې د بغران په ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان بندیان خوشې کړي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تیره شپه یې د بغران په ولسوالۍ کې د طالبانو له زندان بندیان خوشې کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت د بغران په ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د دوو زندانونو څخه ۶۷ تنه چې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري هم په کې شامل وو، خوشې کړي دي.

جنرال رادمنش وویل " په خوشې شوو بندیانو کې د ملي اردو او ملي پولیسو د سرتیرو سربیره یو شمیر ملکي وګړي هم شامل وو".

د دفاع وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې هم ویل شوي، چې دا سرتیري په دوو جلا زندانونو کې د بغران ولسوالۍ کې ساتل کیدل.

اعلامیه وايي، دغه ازاد شوي بندیان له خوشې کیدو وروسته د ارزګان ولایت ته لیږدول شوي دي، چې د دغې ډلې شل تنه یې بیا کندهار ته استول شوي دي.

اعلامیه وایي، پاتې نور ۴۷ خوشې شوي بندیان به وروسته خپلو کورونو ته واستول شي.

د افغان ځواکونو له خوا په هلمند کې د طالبانو له دغو دوو زندانونو څخه د بندیانو د خوشې کولو وړاندې هم دغو ځواکونو په دغه ولایت کې د طالبانو درې زندانونه مات کړي وو.

خو دا لومړی ځل دی، چې افغان ځواکونو د بغران په ولسوالۍ کې د طالبانو زندان مات کړی دی.

د بغران ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

وسله والو طالبانو لا د بغران په ولسوالۍ کې له خپلو زندانونو څخه بندیانو د خوشې کیدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG