د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونوهلمند کې د طالبانو له زندان پنځه بندیان خوشې کړي


افغان ځواکونو دمخه هم هلمند کې د طالبانو په یو شمیر زندانونو باندې بریدونه کړي او د دغې ډلې له زندانونو څخه یې بندیان خوشې کړي.
افغان ځواکونو دمخه هم هلمند کې د طالبانو په یو شمیر زندانونو باندې بریدونه کړي او د دغې ډلې له زندانونو څخه یې بندیان خوشې کړي.

د هلمند امنیتي مقامات وايي چې په نهر سراج والسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات شوی او پنځه تنه زندانیان ورڅخه ازداد شوي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې عملیات د کره استخباراتي معلوماتو له مخې د ځانګړو افغان ځواکونو له لوري شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ازاد شوي پنځه کسان اوس په یوه نظامي روغتون کې تر درملنې لاندي دي او د بشپړه هویت په اړه به يې وروسته معلومات خپاره کړي.

ښاغلي ځواک وویل " عملیات د ګرشک ( نهرسراج) په ولسوالۍ کې شوي پنځه تنه د وسله والو له زندان څخه ازاد شوي او څلور تنه د بندیانو د ساتلو په تړاو نیول شوي دي. ازاد شوي زندانیان په روغتون کې دي خو تر درملنې وروسته به معلومه شي چې هغوی نظامي کسان دي او که ملکي".

بلي خواته د همدې ولسوالۍ په شورکي سیمه کې تیره شپه د افغان او قاطع ماموریت د هوايي بریدونو په ترځ کې ۱۶ تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي.

په وژل شویو کسانو کې ۴ تنه ځانمرګي برید کونکې هم شامل دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پدې اړه وايي چې د وسله والو طالبانو یوې ډلې غوښتل چې د ځانمرګو بریدونو لپاره څلور تنه بریده کونکې ګرشک ولسوالۍ ته ورسوي چې تر هوايي بریدونو لاندې راغلل.

ښاغلي ځواک وویل " په وژل شویو ۱۶ وسله والو کې ۳ تنه د هغوی سیمه ییز قومندانان دي غوښتل يې په ګرشک ولسوالۍ کې خونړي بریدونه وکړي چې په هوايي برید کې څلور ځانمرګي برید کوونکي هم وژل شوي".

خپله وسله والو طالبانو د هلمند د دغو دواړو امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG