د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو پکتیا کې له دیرش ټنو زیات چرس له منځه وړي


افغان ځانګړو ځواکونو پکتیا کې له دیرش ټنو زیات چرس له منځه وړلي دي.
افغان ځانګړو ځواکونو پکتیا کې له دیرش ټنو زیات چرس له منځه وړلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره شپه ( سلواغې ۲۶مه) د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب په ولسوالۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په یو عملیات کې له دوه دیرش ټنو څخه زیات چرس او نږدې درې ټنه بنګ دانه له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا عملیات د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ګل غونډۍ په کلي کې د افغان هوايي ځواکونو په ملتیا ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو څلور ذخیرې له منځه وړل شوي دي.

د دغې اعلاميې له مخې په دې عملیاتو کې ۳۲۳۸۰ کیلو ګرامه چرس او ۲۹۲۰ کیلو ګرام بنګ دانه ضبط شوي او بیا ورته اور اچول شوی او له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې عملیاتو کې دوه تنه د دغو توکو د ساتلو په تور نیول شوي، چې پلټنې ورڅخه روانې دي.

اعلامیه وايي " په دې عملیاتو کې د نشه یي توکو د دغې سترې ذخیرې له منځه وړلو سربیره یو شمیر وسلې او پوځي تجهیزات هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي".

د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید هم په یو ویډیوي وینا کې، چې امریکا غږ اشنا ته هم رسیدلې، د پکتیا د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې تیره شپه شاوخوا دیرش ټنو چرسو له منځه وړلو خبر وکړی دی.

د افغانستان د پکتیا په ولایت کې کوکنار نه کرل کیږي، خو د دغه ولایت په ډیرو برخو کې چرس کرل کیږي.

د پکتیا ولایت سربیره د لوګر او بلخ په ولایتونو کې هم چرس کرل کیږي.

په افغانستان کې کرل شوي چرس د تولید وروسته د پخو چرسو په ډول دننه په دغه هیواد کې یو شمیر ولایتونو سربیره بهرنیو هیوادونو ته هم قاچاق کیږي.

د رپوټونو له مخې د افغانستان چرس حتی کاناډا ته هم رسیږي، چې په دغه هیواد کې د افغانستان د چرسو په څو ډولونو کې د مزارشریف چرس ډیر شهرت لري.

په افغانستان کې د چرسو د تولید او کرکیلې اندازه معلومه نه ده، خو په دغه هیواد کې په روان کال کې د کوکنارو د کر او اپینو د تولید په اړه د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر " یواین او ډي سي" او د افغان حکومت په یوه ګډه سروې ښيي، چې په ۱۳۹۷ لمریز کال په افغانستان کې پر ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې ۶۴۰۰ ټنه اپین ورڅخه ترلاسه شوی وو.

تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کې په دغه هیواد کې پر ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

همداشان تیرکال په افغانستان کې د اپینو تولید ۹۰۰۰ ټنو ته رسیدلی وو.

XS
SM
MD
LG