د لاس رسي وړ اتصالات

اچین کې په بمباریو کې د داعش اوه مرکزونه ویجاړ شوي


په ننګرهار کې ولایتي چارواکي وایي چې د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پروړاندې بیا عملیات پیل کړي دي.
په ننګرهار کې ولایتي چارواکي وایي چې د اچین په ولسوالۍ کې د داعش پروړاندې بیا عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د ملي اردو قوماندانۍ وایي، چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت یا داعش ۹۶ وسله وال وژل شوي او د دغې ډلې اوه مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

په ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې داعملیات د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

دغه هوایي او ځمکني عملیات د اچین ولسوالی د پیخې ، عبدالخیل ، مامند ، نرګوسی ، او مزدکی تپی په سیمو کې تر سره شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته ویلي چې په شوو عملیاتو کې حکومتي غاړه زیان نه لري او وژل شویو مخالفو وسله والو کې بهرني جنګیالي هم شامل دي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې له افغان ځواکونو سره د داعش خلاف په اچین ولسوالۍ کې بهرني ځواکونه هم ملګري دي او تېره ورځ بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې بیا وروسته په دوو هیلیکوپټرو کې له دغې سیمې انتقال شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي په عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو دشتون په اړه څه نه وايي.

خو په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو په یو بیان کې چې تیره شپه یې رسنیو ته استولی ویلي، چې ددغو ځواکونو یو امریکایي عسکر چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو، د ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده.

قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي چې د امریکایي ځواکونو دغه منسوب په اچین ولسوالۍ کې په عملیاتو بوخت وو او هغه وخت ټپي شو چې په دغه ولسوالۍ کې يې افغان ځواکونو سره ګزمه کوله او د سړک د غاړې ماین پرې وچاودیده.

تراوسه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د افغان امنیتي ادارو دغو څرګندونو ته چې په کې داعش ډلې ته د سر د زیان او د هغوی د مرکزونو د ویجاړولو وینا شوې غبرګون نه دی ښودلی.

ننګرهار په کامه کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات

د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې پر یو کور د عملیاتو پر مهال څلور کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو د کامې ولسوالۍ په سنګرسرای سیمه کې د یو مخالف وسله وال د نیولو په موخه پر یو کور عملیات کړي چې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت شوی او په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي.

نوموړی وايي په دغو عملیاتو کې د مطلوب کس نیول شوی دی.

خو هغه ددغه نیول شوي مخالف وسله وال د هویت په باب له څه ویلو ډډه وکړه.

هغه وايي په دې اړه پلټنې کوي چې وژل شوي کسان څوک دي چې مقاومت یې کړی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی فرید قرار امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي یې خپلوان دي او له هیڅ ‌‌‌‌‌‌وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره اړیکې نه لري.

XS
SM
MD
LG