د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: افغان پوځیان یرغلیز حالت کې دي


افغان او امریکايي پوځیانو پر وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي‌ چې افغان پوځیان له دفاعي څخه یرغلیز حالت ته وتلي دي. د وزارت د شمېرو له مخکې د تېرکال په پرتله سږکال یې بریدونه شپېته په سلو کې زیات شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فؤاد امان ویلي چې په سلو کې تر اویا زیات هوايي عملیات د افغان پوځیانو له خوا په خپلواک ډول ترسره کیږي او امریکايي‌ پوځيان له همغږۍ پرته عملیات نه کوي.

امان وایې چې ځمکني عملیات "نږدې سل په سلو کې" د افغانانو لخوا ترسره کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو له لغوه کولو وروسته ژمنه وکړه چې پر طالبانو به پوځي فشار زیاتوي.

د امریکا د هوايي قواوو معلومات ښیي چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې له ۲۰۱۰ کال وروسته تر ټولو زیات هوايي بریدونه کړي دي.

د هوايي بریدونو له زیاتوالي سره د ملکیانو د مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکول کیږي. د بشري حقونو فعالان وايې چې نړیواله ټولنه دې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د جګړې پر ښکېلو خواوو فشار راوړي.

XS
SM
MD
LG