د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو طالبان د اجرستان له ولسوالۍ په شا تمبولي


افغان ځانګړي ځواکونه تیره ورځ د غزني د اجرستان ولسوالۍ کې ځای پر خای شول.
افغان ځانګړي ځواکونه تیره ورځ د غزني د اجرستان ولسوالۍ کې ځای پر خای شول.

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د غزني د ارجستان ولسوالۍ هغه سیمې بیرته له وسله والو طالبانو نیولي، چې د تیرو څلور ورځو جګړو کې دغې ډلې لاس ته ورغلې وې.

تندر قول اردو د عملیاتو امر ډګرمن پوپل وارد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل" د تیرې ورځې راهیسې، چې کوم راپورونه مونږ ترلاسه کړي، د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ په بشپړه توګه د دولت په کنټرول کې راغلې او د ځانګړو ځواکونو دوهم ټولی هلته ځای په ځای شوی دی".

ډګرمن وارد وویل، اوس مهال د دغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي.

هغه وویل، چې په دې جګړو کې لس طالب وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه د اجرستان ولسوالۍ د جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو څلور ورځې وړاندې د غزني د اجرستان د نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړل، چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ ځینې سمیې هم ونیولې.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، اوس مهال د اجرستان ولسوالۍ د اوو امنیتي پوستو په ګډون د دغې ولسوالۍ ټولې سیمې یې په خپل کنټرول کې راوستې دي.

د غزني د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې د اجرستان ولسوالۍ د څلورو ورځو په جګړو کې تر شلو پورې افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG