د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو له زندان څخه ۱۵ بندیان ازاد شوي


افغان ځانګړو ځواکونو له وړاندې هم د هلمند په ولایت کې د طالبانو له زندانونو څخه یو شمیر بندیان ازاد کړي دي.
افغان ځانګړو ځواکونو له وړاندې هم د هلمند په ولایت کې د طالبانو له زندانونو څخه یو شمیر بندیان ازاد کړي دي.

هلمند ولایت کې افغان امنیتي چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تیره شپه د دغه ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۱۵ تنه ازاد کړي دي.

امنیتي مقامات وايې چې په خوشې شویو بندیانو کې ۱۴ تنه ملکي او یو تن هم د محلي پوليسو سرتیری شامل دی.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل چې د وسله والو له بند څخه خوشې شوي بندیان اوس په یوه نظامي مرکز کې دي او تر پلټنو وروسته به خپلو کورنیو ته ولیږل شي.

جنرال احمدزي وویل " تېر ماښام زموږ کوماندو ځواکونو د طالبانو پر یوه زندان باندې هوايي ماموریت اجرا کړ چې ۱۵ تنه زندانیان ورڅخه ازاد شوي دوی اکثریت ۱۴ تنه ملکي کسان دي او یو تن يې سیمه ییز پوليس پکې شامل وو دغه راز مو ۶ تنه وسله وال طالبان چې د زندان د ساتنې مسئولیت يې در لود هم نیولي"

که څه هم تر اوسه د وسله والو طالبانو له بند څخه د خوشې شویو بندیانو د خلاصون په اړه ډېر معلومات نشته خو د افغان پوځ دغه چارواکی وایي، چې وسله وال طالبان ملکي وګړي تر ډېره له دولت سره د همکارۍ په تور په خپل بند کې ساتي.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم د هلمند په بیلابیلو برخو کې د افغان قواوو له لوري د دولت د وسله والو مخالفینو پر زندانونو باندې بریدونه شوي او په لس ګونو زندانیان يې ورڅخه ازاد کړي.

بلې خوا ته نن سهار د مارجې ولسوالۍ په ګاونډ کې د نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې د وسله والو طالبانو او ملي پوځ تر منځ جګړه کې، په هوايي بریدونو کې چارواکې د ۱۴ تنو وسله والو طالبانو د وژل کیدو ادعا کوي.

جنرال احمدزی پدې اړه وايې چې وسله والو طالبانو په دې سیمه کې د ملي پوځ پر یوه کاروان ډله ییز برید وکړ چې په جواب کې يې د افغانهوايي قواوو تر بریدونو لاندې راغلل.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند دنادعلي ولسوالۍ د جګړو په اړه هم تراوسه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG