د لاس رسي وړ اتصالات

تادین خان: ارغستان پر ولسوالۍ د طالبانو برید په شا تمبول شوی


په تیرو دوو میاشتو کې وسله والو طالبانو د ډیورنډ کرسې په اوږدو کې د کندهار ولایت پر ولسوالیو بریدونه زیات کړي دي.
په تیرو دوو میاشتو کې وسله والو طالبانو د ډیورنډ کرسې په اوږدو کې د کندهار ولایت پر ولسوالیو بریدونه زیات کړي دي.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وايي، چې تیره شپه ( زمري ۹مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ارغستان پر ولسوالۍ پر امنیتي کمربند پراخه بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو د مقاومت په پایله کې په شا وتمبول شو.

تادین خان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د برید په پیل کې لومړی وسله والو د بارګزو او سندرزو د پوليسو پر مرکزونو ډله ییز برید وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شو.

ښاغلي تادین خان وویل، چې تیره شپه د قاطع ملاتړ ماموریت د هوايي قواوو له لوري پر وسله والو پرلپسې هوايي بریدونه هم شوي، چې په پایله کې يې۲۲ برید کوونکي وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۱۰ لسو زیات نور ټپیان شوي.

ښاغلي تادین خان وویل "وسله والو په ډله ییز ډول د ولسوالۍ د مرکز د کمربند پر پوستو چې د بارګزو، سندرزو او نورو سیمو اړوند پوستې دي، وسله والو پرې ډله ییزي حملې وکړ چې د پوليسو له لوري ورسره مقاومت شوی او پر وخت هوايي حمایت ور رسیدلی چې د وژل شویو ۲۲ کسانو له ډلي څخه د ۱۶ تنو جسدونه په سیمه کې دي پراته دي او د موټر سایکلانو په ګډون يې وسلې هم لمنځه وړل شوي".

امنیتي مقاماتو د افغان سرتیرو د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه څه نه وايې خو یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې په جګړه کې ۶ پوليس وژل شوي او ۴ نورټپیان دي.

ارغستان د کندهار په جنوب ختیځ ۱۲۰ کیلو میترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې پرته ولسوالي ده چې د کندهار په ګډون د زابل او مرکزي ولایتونو لپاره د وسله والو طالبانو د تګ راتګ مهمه لار بلل کیږي.

د ارغستان په ګډون د ډیورنډ کرښې ته نږدې د کندهار د معروف، ښورابک او ریګستان ولسواليو پر مرکزونو باندي له تیري یوې میاشتي راهیسې وسله وال بریدونه زیات شوي چې دواړو لورو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار امنیه قومندان هم مني چي د دې ولایت سرحدي ولسوالۍ د امنیت تر لوړ ګواښ لاندي دي خو دوی يې د امنیت ساتلو لپاره اضافي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای کړي.

ښاغلي تادین خان وويل"د احقیقت دی، چې زموږ پر سرحدي ولسوالیو باندې وسله والو حملې زیاتې کړي او دا ځکه چې د یورنډ کرښې دواړو خواته يې د پنځلس دقیقو په فاصله رسیدګي کیږي خو له شک پرته وسله والو ته په کندهار کې تر بل هر وخت زیاته مرګ ژوبله په تیرو درو اونیو کې اوښتې چې ځيني مهم جنګي قومندانان يې هم پکښې شامل دي".

خپله وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ د تازه نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG