د لاس رسي وړ اتصالات

افغان امنیتي عسکرو دوه تنه پاکستاني دپلوماتان وژغورل


افغان امنیتي عسکرو هغه دوه تنه پاکستاني دپلوماتان ژغورلې دي چې تیره میاشت برمته شوي و.

د افغانستان امنیتې عسکرو د چارشنبې په ورځ هغه دوه تنه پاکستاني دپلوماتان ژغورلې دي چې تیره میاشت برمته شوي و.

دغو دوو تنو پاکستانیانو په جلال اباد کې د پاکستان په قونسلگرۍ کې کار کاوه، دغه دواړه د جون په ١٦ نیټه هغه وخت برمته شول چې د رخصتۍ تیرولو لپاره کور ته روان و.

تر اوسه پورې لا چا د دغو دپلوماتانو د برمته کولو مسولیت په غاړه ندې اخیستې.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند د چارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې چارواکو ته ټیلفون وکړ او ورته یې ویل چې افغان عسکرو دواړه پاکستاني دپلوماتان ژغورلې دي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت د افغانستان د حکومت نه مننه وکړه او وې ویل چې دغه دواړه دپلوماتان به د ژرترژره پاکستان ته راشي چې د خپلو کورنیو سره یو ځای شي

XS
SM
MD
LG