د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: امریکا د افغان قواوو قابلیت زیات ښودلی


دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې دامرېکا پوځ په منظم ډول دافغانستان د امنېتی قواو قابلېت له حد نه زېات ښودلی دی او یا په دې کې ناکام شویدي چې په درست ډول دافغانستان دامنېتی قواو قابلېت اندازه کړی.

ددغو قواو اجراات داوباما اداری، دخروجی پالېسی دعملې کېدلو لپاره ډېر اهمېت لري. واشنگټن پوست لېکی چی داخبری د حکومت په نوی کتنه او ارزېابی کې منځته راغلي دي.

ورځپاڼه لېکی هغه هلی ځلی چې دافغانستان امنېتی قواوی مجهزی کړی شی او وروزل شی ، له ستونزو سره مخ دی.

ددې علت دادی چې دامرېکا په مشری دااېتلاف روزونکي کم دي او د افغانستان د اکمالاتو نظآم ناکافې او په اداری فساد ککړ دی. واشنگټن پوسټ لېکی چی داخبری دافغانستان د بېارغونی لپاره د عمومی مفتش په رپوټ کې راغلی دی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چې ایتلاف ددغه رپوټ په باب څه نه ویل خو دا یې ومنله چې ډیرې غټې ستونزې شته دي.

هغوی وویل، دارپوټ چی ددوشنبی په ورځ خپور شوېدی ، زوړ دی او په دې کې ناکام ښکاری چې دروزنی د پروگرام د تازه انکشافاتو په باب معلومات وړاندی کړی.

جنرال ډېوېډ پېټرېېس چې جمهوررئېس اوباما د جنرال مکرېستل په ځاې دافغانستان دقواو د قوماندان په توگه ټاکلی دی، توقع کېږی چې هغه به دامرېکا په کانگرېس کې به دهغه د مقررۍ د منظورولو په غونډه کې، د سه شنبی په ورځ له دغه راز پوښتنو سره مخ شی.

واشنگټن پوسټ په پاې کې لېکی چی داوباما د اداری د پلان پر بنا دامرېکا په مشری اېتلاف به د ٢٠١١ کال د جولا ی په مېاشت کې د افغانستان امنیتی قواو ته د امنېت د ورسپارلو په کار شروع وکړی.

واشنگټن پوست په پاې کې د امنیتي قواو دروزنی د قوماندان له قوله لېکی چی په دغه رپوټ کې معلومات نه ېوازې داچی سم ندی ځکه چې په زړو معلوماتو باندی بنا دی بلکه زېانمن هم دی.

د امریکا حکومت تراوسه پورې ٢٧ بلېونه ډالره دافغانستان دامنېتی قواوپه روزنه باندی لگولی دی، او داپېسی د افغانستان د بېارغونی د ټولی بودجی له نیمایي نه زیاته برخه شمیر ل کیږي.

XS
SM
MD
LG