د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني په ضمانت بین الافغاني خبرې ښایي تر دوو اونیو پورې پیل شي- احمدي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي تراوسه دریو هیوادونو د سولې د خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي تراوسه دریو هیوادونو د سولې د خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نږدې ورځو کې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې جرمني د وسله والو طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ مخامخ خبرو د پیل لپاره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ ( چنګاښ په ۹ مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جرمني چارواکو دا ډاډ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنو کې هغه ته ورکړی دی.

ښاغلي احمدي وویل " البته بین الافغاني خبرې شاید په یوه یا دوه اونیو کې پیل شي او جرمني د طالبانو د استازو او د افغان دولت د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د ترسره کیدلو ضمانت کړی دی".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ د جرمني چارواکو سره د سولې په مسله د سلامشورو لپاره هغه هیواد ته سفر کړی وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، په افغانستان کې د سولې ټینګدل نږدې شوي او افغان حکومت تمه داده، چې ژر به د ښکیلو غاړو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

صغبت الله احمدي د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د اووم پړاو د پیل شوو خبرو په اړه وویل، چې افغان حکومت د دغو خبرو له جریان څخه خبر دی.

هغه په دې برخه کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر یادونه هم وکړه او ويې وویل، ښاغلی خلیلزاد هم افغان حکومت ته د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکوي.

ښاغلي احمدي وویل" د سولې د خبرو په ټولو پړاونو باندې بحث شوی، زه د قطر د خبرو جزئیات وروسته له تاسو سره شریکوم، ډیر ژر یې هم شریکوم ".

صبغت الله احمدي وویل، چې د سولې د خبرو په برخه کې به افغانان ژر ښه خبرونه واوري.

هغه وویل، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربتوب لپاره تراوسه دریو هیواد ونو، اندونیزیا، جرمني او ازبکستان خپل چمتوالی ښودلی دی.

ښاغلي احمدي وویل " مونږ هیله لرو، چې یو د دغو دریو هیوادونو څخه به د دې ناستې کوربتوب وکړي او هغه ناستې، چې پایلې ولري کوربتوب یې وکړي".

د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي په ټینګار وویل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره روانې هڅې یو داسې پړاو ته داخلې شوي، چې دمخه هیڅکله نه وې داخلې شوې.

صغبت الله احمدي، جرمني ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني د سفر او د جرمني چارواکو سره د هغه د لیدو کتو په هکله هم خبریالانو ته معلومات ورکړل او یې ویل، چې جرمني په افغانستان کې د سولې د ټينګیدو سره جوخت د ټاکنو په ترسره کیدو هم ټینګار کوي.

ښاغلي احمدي وویل، افغان حکومت د جرمني چارواکو سره په کتنو کې د سولې خبرو کې ښځو، بشري حقونو او بیان ازادۍ باندې ټینګار وکړ او دا مسایل یې د دغه حکومت لپاره د سرو کرښو په توګه یادې کړي دي او ویلي دي، چې افغان حکومت به هیڅکله پر دغو اصولو معامله ونه کړي.

XS
SM
MD
LG