د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت لخوا نوې ګمارنې


د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې تر مراسمو شااوخوا دوې اونۍ وروسته ارګ په کور دننه او بهر پر یو شمېر بستونو د نوو ګمارنو خبر ورکړ.

په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر نن سې شنبه مارچ۳۱(وري۱۲مه) ویلي چې عبدالهادي ارغندیوال د ولسمشر غني د فرمان له مخې د مالیې وزارت لپاره نوماند او سپرست ټاکل شوی دی.

ښاغلي عمر ویلي چې د کابینې د نوو غړو د معرفي کېدو لړۍ روانه ده چې د ټولو په بشپړېدو سره به ولسي جرګې ته د رایو اخیتسو لپاره معرفي شي.

عبدالهادي ارغندیوال تر دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ حکومت کې د اقتصاد وزیر و، هغه اوس مهال له طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټېم غړی هم دی.

تر ده مخکې همایون قیومي د افغانستان د مالیې سرپرست وزیرو.

ارګ د دې ترڅنګ په یو شمېر هیوادونو کې هم د افغان حکومت په سیاسي نمایندګیو کې پر ځینو بستونو د یو شمېر نوو کسانو د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد هم نن سې شنبه ویلي چې د یاد وزارت په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ ذکیه وردګ په ممبۍ کې جنرال قونسل، جاوید احمد په متحده عربي اماراتو کې د مختار مستشار وزیر او سید لطف الله سادات په بن کې د افغان قونسل په توګه ټاکل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست تېره شپه همدارنګه د ولسمشر غني د دفتر د رئیس په توګه د شاکر کارګر د ټاکل کېدو خبر هم ورکړ.

XS
SM
MD
LG