د لاس رسي وړ اتصالات

دوو اونیو کې طالبانو سره مخامخ خبرې پیلیږي ـ د سولې چارو وزارت


تراوسه وسله والو طالبانو د افغان حکومت استازو سره مخامخ خبرو ته غاړه نه ده ایښې
تراوسه وسله والو طالبانو د افغان حکومت استازو سره مخامخ خبرو ته غاړه نه ده ایښې

د افغانستان د سولې چارو د دولت وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تر راتلوونکو دوو اونیو به د وسله والو طالبانو له استازو سره د افغان حکومت د استازو مخامخ خبرې پیل شي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې، چې د شنبې د ورځې په مازیګر (جولای ٢٧) یې رسنیو ته استولې ویلي دي، چې افغان حکومت اوس مهال د مخامخ خبرو لپاره د مرکچي ۱۵ کسیز پلاوي د غړو په غوره کولو کار کوي.

دا اعلامیه وايي "د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کېدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلیږي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ښکېلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او دا مهال د خبرې کړونکي پلاوي نوملړ په وروستي کېدو دی".

د افغانستان د سولې چارو د دولت وزارت ویلي، چې په دې پلاوي کې به هغه څېرې چې څه موده مخکې یې د دوحې په غونډه کې ګډون درلود ترڅنګ یو شمیر متخصص او مسلکي کسان هم شامل وي.

اعلامیه وایي " د افغانستان د دولت پلاوی د علماوو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي".

دا وزارت وايي، سولې په چارو کې د دولت وزارت په راتلونکو دوو اونیو کې د دغه پلاوي د سفر او خبرو اترو لپاره اړین چمتووالی نیسي.

د دغې اعلاميې د خپریدلو لږ وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د مرکچي پلاوي د غړو په سر په خبرو بوخت دی.

ښاغلي صدیقي وویل "مهمه مسله په جزئیاتو کې دا ده، چې څنګه وکولی شو، چې مونږ یو هیئت جوړ کړو، ورباندې کار کوو او غواړو، چې هغه نهايي کړو".

تر اوسه وسله والو طالبانو د سولې د وزرات دغه تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.

دمخه طالبانو د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته د کښناستلو څخه په پرله پسې ډول ډډ ه کړې وه.

XS
SM
MD
LG