د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د مسکو کنفرانس ته د ټېټې کچې پلاوی واستوه


ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره یو کنفرانس جوړ شي
ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره یو کنفرانس جوړ شي

افغان حکومت وایي چې په مسکو کې د افغانستان په هکله د چهارشنبې په ورځ په جوړیدونکي کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ د رئیس په مشرۍ یو پلاوی نن روسیې ته استولی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا ته وویل، د دې لپاره چې دا کنفرانس د افغانستان په هکله دی، نو ځکه افغان حکومت دغه کنفرانس ته خپل استازی استولی دی.

ښاغلي مستغني وویل "د دغې ناستې د اجندا په اړه ویل شوي، چې دا ناسته د افغانستان د سولې څخه د ملاتړ په برخه کې د دغو هیوادونو د سولې هڅو کې د هماهنګۍ رامنځ ته کولو په هکله بحث کول دي".

ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې، چین، پاکستان، افغانستان، ایران او د هند د استازو په ګډون د دغو هیوادونو ترمنځ د افغان سولې د هڅو د هماهنګۍ لپاره غونډه جوړه شي.

دا غونډه د تیرعیسوي کال د وروستۍ میاشتې د غونډې په تعقیب جوړیږي. په مسکو کې د دسامبر د ۲۷ ورځې غونډې ته افغانستان بلل شوی نه وو او یوازې د روسیې، چین او پاکستان استازو په کې برخه لرله.

د مسکو درې اړخیزه غونډه د افغان حکومت د سخت غبرګون سره مخ شوې وه، چې بیا وروسته روسیې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې کنفرانس بلې غونډې ته به افغانستان، ایران او هندوستان هم وروبلل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزات ویاند احمد شکیب مستغني وایي چې د دغه کنفرانس لومړۍ غونډې ته افغان حکومت نه وو بلل شوی.

ښاغلي مستغني وویل " تیره ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په غیاب کې جوړه شوې وه، د همدې له امله مونږ د افغانستان سره د مسکو د ناستې د نه هماهنګۍ او د تیرې ناستې د اهدافو د ناڅرګندتیا له امله اعتراض درلود او عتراض مو په دې وو چې د افغانستان د حالاتو ارزول د افغانانو په غیاب کې د یوې خوا په واقعي ډول د حالاتو ارزونه د سولې او ثبات سره مرسته نه شي کولی، بلکې حتی کیدای شي چې د افغانستان په غیاب کې د افغانستان په هکله د دغسې غونډو جوړول د سیمې لپاره خطرناک هم وي".

افغان حکومت وایي، چې د دغه کنفرانس د پایلو په اړه څه ویل به لا له وخت څخه وړاندې وي او په کار دي چې د دغه کنفرانس پای پورې انتظار وایستل شي.

په مسکو کې دا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې امریکا ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ورکړل شوې.

د افغانستان چارو یو شمیرکارپوهان وایي چې دا یو سیمه ایز کنفرانس دی، نو ځکه امریکا ته د ګډون بلنه نه ده وکړل شوې.

د افغانستان د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي وایي، چې په نړیوالو او سیمه ایزو کنفرانسونو کې د افغان حکومت د استازو ګډون یوه اړتیا ده.

احمد سعیدي، تمه دا وه چې افغان حکومت به د مسکو کنفرانس ته په لوړه کچه پلاوی استولی وې، خو دا چې افغان استازي په دغه کنفرانس کې ګډون لري دا ښاغلی سعیدي یوه ښه خبره ګڼي.

ښاغلي سعیدي دغې کنفرانس ته د امریکا د استازي د نه بللو په هکله وویل " زما باور دا دی چې کوم چې د سیمې هیوادونه یعنی هغه هیوادونه چې د افغانستان جغرافیه سره نږدې پراته دي او دې هیواد په چارو کې رول لوبولی شي امریکا یې نه شي لوبولی، امریکا یوازې د یو پوځي ځواک په توګه په سیمه کې شته دی".

د افغانستان د چارو دغه کارپوه وایي که روسیه، پاکستان، ایران د افغانستان په هکله سره موافقې ته ورسیږي، امریکا بیا څه نه شي کولی.

خو ځنیې کارپوهان دا ګڼي چې امریکا په افغانستان کې فعال حضور لري نو د افغانستان په هکله د دغه هیواد د استازو ګډون د ستونزو په هوارلو کې په ځانګړي ډول چې د امریکا پورې اړه ولري ډیره مرسته کولی شي.

XS
SM
MD
LG