د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د پاکستان په اړه د مک ماسټر څرګندونې مهمې دي


د امریکا د ملي امنیت د سلاکار یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې له پاکستان غوښتي چې د ترهګرۍ په اړه دې خپله کړنلاره بدله کړي.
د امریکا د ملي امنیت د سلاکار یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې له پاکستان غوښتي چې د ترهګرۍ په اړه دې خپله کړنلاره بدله کړي.

افغان حکومت له ترهګرۍ سره د پاکستان د کړنو د تغییر په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار جنرال مک ماسټر څرګندونې مهمې ګڼي او وایي چې ترهغې چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي په افغانستان کې جګړه پای ته نه شي رسیدلی.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه څه چې جنرال مک ماسټر ورته اشاره کړې یوه ډیره مهمه مسله ده او باید د هغه څرګندونې افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا د متحدو ایالاتو په نوې ستراتيژۍ کې ورته ځای ورکړل شي.

جنرال وزیري وویل، په پاکستان دې زیات فشار راوړل شي، ترڅو د دفاع وزارت د ویاند په ویناء پاکستان د ترهګرو له ملاتړ نه لاس واخلي.

جنرال وزیري وویل " تر هغو چې پاکستان د ترورستانو له ملاتړ نه لاس وانخلي نو په افغانستان کې به د جګړې پای ته رسول مشکل وي."

جنرال دولت وزیري ادعا وکړه چې پاکستان حکومت په دوامداره توګه د ټولو ترورستي ګروپونو څخه ملاتړ کوي. ځای ورکوي. ښوونه او روزنه ورکوي. هغوی تمویلوي او بیا یې افغانستان ته را لیږي.

خو پاکستان تل د افغان چارواکو دا ډول ادعا بې اساسه بللي دي او ویلي چې په افغانستان کې سوله د دغه هیواد په ګټه هم ده.

همداشان د افغانستان اجرائیه ریاست هم له ترهګرۍ سره د پاکستان د کړنو د تغییر په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار جنرال مک ماسټر څرګندونې مهمې ګڼي او وايي، چې د امریکا په نوې پالیسۍ کې باید دا ټکي ځای په ځای شي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل" د امریکا د ملي امنیت د سلاکار دا څرګندونې مهمې دي، توقع مو دا ده چې امریکا په خپله نوې پالیسۍ کې دې ټکي ته توجه وکړي. د افغانستان حکومت عینا همدا بحث لا پخوا راپورته کړی دی".

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر تېره ورځ له یوې امریکايي رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې سپینه ماڼۍ غواړي ترڅو د طالبانو نه د پاکستان په ملاتړ کې بدلون وویني.

مک ماسټر دا هم ویلي، چې پاکستان باید د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال وايي، چې ورته همداسې غوښتنه افغان حکومت له پخوا کړې او دا بحث یې راپورته کړی دی.

جاوید فیصل وویل افغان حکومت تل له پاکستان غوښتي چې د ترهګرۍ په ضد جدي او پرېکنده اقدامات وکړي، داسې اقدامات چې ترهګري وځپل شي. د هغه په ويناء داسې اقدامات سیمې او افغانستان ته ارزښت لري.

خو چې امریکا څه ډول اقدامات وکړي، جاوید فیصل په ځواب کې وویل" کوم اقدامات چې امریکا تر لاس لاندې نیسي هغه داسې اقدامات وي، چې ترهګري له منځه یوسي او له داسې اقداماتو دې دریغه نه کیږي".

پاکستان حکومت تراوسه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جنرال مک ماسټر دې وروستیو څرګندونو په نظامي او سیاسي حلقو کې نظرونه هم راپورته کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امر الله صالح په خپلې ټویټر پاڼې کې لیکلي، چې پاکستان یوازې په نصیحت بدلون نه مومي.

امرالله صالح لیکلي، چې په پاکستان دوامداره فشارونو ته اړتیا ده.

مک ماسټر پدې مرکه کې ویلي، چې که څه هم پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې درانه تلفات ورکړي خو چلند یې د "غوراوي" په اساس وو.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې د امریکا ولسمشر په ښکاره ویلي، چې نور له طالبانو هیڅ ډول ملاتړ د تحمل وړ ندی.

XS
SM
MD
LG