د لاس رسي وړ اتصالات

را روان پسرلي کې ۱.۳ میلیونه افغانان د سیلابونو ګواښ سره مخ دي


وروستیو اونیو کې د افغانستان یو شمیر ولایتونو کې د واورو او باران اورښت وروسته سیلابونه راووتل، چې د سر د زیان سربیره یې د خلکو په زرګونه کورونه هم ویجاړ کړل.
وروستیو اونیو کې د افغانستان یو شمیر ولایتونو کې د واورو او باران اورښت وروسته سیلابونه راووتل، چې د سر د زیان سربیره یې د خلکو په زرګونه کورونه هم ویجاړ کړل.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزیر نجیب اقا وايي، په را روان پسرلي کې د ۳۴ ولایتونو په ۱۸۴ ولسوالیو کې یو میلیون او درې سوو زرو څخه زیات افغانان د سیلابونو د لوړ ګواښ سره مخ دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزیر نجیب اقا، چې د چهارشنبې په ورځ ( کب ۲۲ مه) یې په کابل کې د سوق او ادارې په مرکز کې په سیلابونو کې د سر او مال د زیان د کموالي لپاره له وړاندې د چمتووالي یوې غوڼډې ته خبرې کولې وویل، چې په دغو ۱۸۴ ولسوالیو کې د ۲۸ زره ۸۱۴ کورونه د لوړ ګواښ سره مخ دي او درې زره ۷۸۱ نور کورونه د سیلابونو د ټیټې کچې د ګواښ سره مخ دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حشمت خان بهادري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې معمولآ د پسرلي په موسم کې د واورو د ویلي کیدو وروسته سیلابونه راوځي، چې هرکال د خلکو ژوند او مال د ګواښ سره مخ کوي.

هغه وویل، د سوق او ادارې د مرکز په غونډو کې د افغان حکومت د یو شمیر وزارتونو او ادارو د استازو سربیره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" او د سرې میاشتې استازي هم ګډون کوي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د سرپل، بامیان، بغلان، نیمرو، جوزجان، نورستان، بادغیس، پکتیکا، تخار، زابل، ننګرهار، فراه، دایکنډي، غور، هلمند او هرات ولایتونه د سیلابونو د لوړ ګواښ سره مخ دي.

همداشان د پنجشیر، بدخشان، بامیان، پروان، نورستان او بغلان ولایتونه د واورې د ښوېیدو د پیښو د ګواښونو سره هم مخ دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت د راپور له مخې د روان ژمي په وروستیو دوو اونیو کې په ۱۹ ولایتونو کې د سیلابونو او د واورو د ښوېیدو په پیښو کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۶ نور ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د راپور له مخې وروستیو سیلابونو یوازې د فراه، کندهار او هلمند په ولایتونو کې له نهو زرو څخه زیاتې کورنۍ ځپلي دي.

خو" اوچا" وايي، په دې شمیر کې د فراه له ښار بهر او د کندهار په نهو ولسوالیو کې د سیلاب ځپلي کورنۍ نه دي شاملې.

د " اوچا" د راپور له مخې په دغو سیمو کې د امنیتي اندیښنو له امله د افغان حکومت او مرسته رسونې د موسسو ګډ ټیم د سیلاب ځپلو کورنیو ارزونه نه ده کړې.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت مرستیال ویاند حشمت الله بهادري وايي، په ناامنو سیمو کې د مرستې رسونې چارې د افغاني سرې میاشتې په مرسته مصیبت ځپلو کورنیو ته رسول کیږي.

هغه وايي، چې په هغو ولسوالیو کې، چې د افغان حکومت د بیلابیلو وزارتونو مامورین او د مرستې ر سونې نړیوالو ادارو کارکوونکي د مصیبت ځپلو او یا مرستې ته اړو خلکو سره د مرستې د بهیر د ارزونې لپاره سفر نه شي کولی، نو دغسې ولسوالیو ته د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د کارکوونکو له لارې مرستې رسول کیږي.

ښاغلي بهادري وویل " طبیعي ده، چې دغسې ولسوالۍ شته دی، چې د افغان حکومت د وسله والو تر نفوذ لاندې دي. مونږ په کندهار او فراه کې د مرستې د رسونې پر مهال د همدغسې یو حالت سره مخ شو. سره میاشت په دې برخه کې مونږ سره مرسته کوي".

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت وايي، جې په دغو ۱۹ ولایتونو کې په سیلابونو کې اته زره ۱۶۳کورونه بشپړ ویجاړ شوي او څوارلس زره ۸۱۸ نورو ته لږ او یا زیات زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG