د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: اوربند د دوام پریکړه جمهوري ریاست کوي


افغان حکومت د غبرګولی د ۲۳ مې راهیسې د وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړی، خو طالبانو یوازې د اختر ورځو کې اوربند کړی وو.
افغان حکومت د غبرګولی د ۲۳ مې راهیسې د وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړی، خو طالبانو یوازې د اختر ورځو کې اوربند کړی وو.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا وسله والو طالبانو سره د اعلان شوي دوهم ځلې لس ورځیني یو اړخیز اوربند نن جمعه (چنګاښ اتمه) وروستۍ ورځ ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د اوربند د اوږدیدو یا پای ته رسیدلو پریکړه د افغانستان جمهوري ریاست کوي او افغان ځواکونه هم که په دې برخه کې هر ډول پریکړه وشي، عملي کیدو ته یې ځان پابند ګڼي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونه له وړاندې د تیارسئ په حال کې دي.

جنرال رادمنش وویل" که اوربند وي او که نه وي، د ټولو ګواښونو پر وړاندې زمونږ محاربوي عملیات د بشپړو احضاراتو سره، کوم څه چې زمونږ مکلفیت جوړوي ترسره به شي، څومره به ښه وي، چې اوربند دوام پیدا کړي، که چیرې اوربند پای ته ورسیږي، مونږ د هغو ډلو پر وړاندې، چې متاسفانه اوربند ته پابندې نه دي د هغوی ټولو ګواښونو ته ځواب ورکولو ته ځانونه مسوول ګڼو".

جنرال رادمنش وویل، چې د افغان حکومت له خوا د اوربند پای ته رسیدلو د پریکړې وروسته به د افغان ځواوکونو د راتلوونکو تعرضي عملیاتو په اړه معلومات رسنیو سره شریک کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د غبرګولی د میاشتې د ۲۳ مې راهیسې وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړی، چې ټاکل شوې سبا ته پای ته ورسیږي.

خو وسله والو طالبانو افغان امنیتي ځواکونو سره یوازې د کوچني اختر په دریو ورځو کې اوربند ټینګ کړی وو، چې د اختر د اوربند د پای ته رسیدلو وروسته یې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې خپل عملیات بیرته پیل کړي دي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د اختر وروسته د لس نورو ورځو لپاره د اوربند د غځیدلو د اعلان وروسته د هلمند د سولې د کاروان استازو د جمهور رئیس غني څخه تر یوې میاشتې پورې د یو اړخیز اوربند غوښتنه کړې وه، چې جمهور رئیس غني د سولې د کاروان د غړو غوښتنې سره موافقه ښودلې وه.

خو افغان حکومت په رسمي ډول د یوې میاشتې لپاره د اوربند د مودې د غځولو اعلان نه دی کړی.

د افغانستان اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، ټاکل شوې د ملي یووالي حکومت مشران به د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د اوربند پر مسلې د خبرو وروسته د اوربند د دوام او یا پای ته رسیدلو په اړه پریکړه وکړي.

ښاغلي میثم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، دا پریکړه به ترډیره اوربند ته د وسله والو طالبانو لیوالتیا ته د پاملرنې له مخې وشي.

ښاغلي میثم وویل " سبا د حکومت مشران د اوربند د داوم یا پای ته رسیدلو په اړه خپل دریځ اعلانوي، خو که د افغان حکومت وسله وال مخالفان خوشبیني څرګنده کړي او هغوی له خوا شین څراغ وښودل شي، طبیعي ده، چې مونږ د اوربند ملاټړ کوو".

د روژې د ۲۷ مې راهیسې، چې افغان حکومت د وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړی او بیا طالبانو د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د جګړو زور کم شوی، خو د کوچني اختر وروسته په شاوخوا دولس ولایتونو کې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو او پوستو پراخه عملیات کړي، چې له امله یې د ملي اردو او ملي پولیسو په لسګونو سرتیري مړه او ټپیان شوي دي.

طالبانو د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې د پر له پسې غوښتنو سره سره تراوسه دوهم ځلې اوربند ټینګیدو ته زړه نه دی ښه کړی.

XS
SM
MD
LG