د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت افغانستان ته د امریکا د ځانګړو ځواکونو د راتګ هرکلی کړی


د امریکا دفاع وزارت وايي، په پسرلي کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د روزنې د ماموریت لومړۍ سل کسیزه ډله افغانستان ته لاړه شي
د امریکا دفاع وزارت وايي، په پسرلي کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د روزنې د ماموریت لومړۍ سل کسیزه ډله افغانستان ته لاړه شي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د "مشورې او کمک" دا ځانګړي امریکایي ځواکونه به افغان ځانګړو ځواکونو سربیره افغان سرحدي ځواکونو ته چې تازه د دغه وزارت په تشکیلاتو کې شامل شوي روزنه ورکړي.

د دافاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویل، چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونو ته پر نوې ټکنالوژۍ سمبال پوخي تجهیزات رسیدلي چې په اړه یې دا ځواکونه نورې روزنې ته هم اړتیا لري.

جنرال رادمنش وویل " له امریکا څخه چې دا قطعات د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستې لپاره راځي، ډیرموثر دي، مونږ کولی شو د هغې ټکنالوژۍ په هکله چې تازه زمونږ په واک کې راکړل شوې اضافه معلومات ولرو او د دغو وسایلو څخه کاراخیتسل به په دغه حالت کې مونږ د پخوا پرتله نورهم تروریستانو پر وړاندې بریالي کړي او مرسته راسره وکړي".

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان ته د لومړي ځل لپاره د"مشورې او کمک" ځانګړي امریکایي ځواکونه استوي.

امریکا پوځ ویلي چې دا ځواکونه به د ۲۰۱۸ کال په پسرلي کې افغانستان ته لاړ شي.

امریکا پوځ په اعلامیه کې ویلي چې دا ځواکونه به د یوې لوا په تشکیل کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د مشورې لپاره په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د امریکا د پوځ د رسنیو یو چارواکي کریستوفر اوپارد، ویلي چې دا ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

هغه وویل چې په لومړي سر کې به سل ځانګړو ځواکونو سرتیري په لومړي ځل یوازې افغان ځواکونو ته د مشورې او مرستې لپاره واستول شي.

د امریکا د پوځ دغه چارواکي، دا ونه ویل چې دا ځواکونه به چیرته میشت شي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وايي دا ځواکونه به افغان ځانګړو ځواکونو ته او هم افغان سرحدي ځواکونو ته چې تازه د کورنیو چارو د وزارت له تشکیلاتو جلا او د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې مدغم شوي روزنه او مشوره ورکړي.

جنرال رادمنش هم وویل چې په لومړي سر کې به سل ځانګړي امریکايي سرتیري افغانستان ته راشي.

افغان حکومت له کورنیو چارو له وزارت د تشکیالاتو څخه د سرحدي ځواکونو د جلا کولواو د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې د مدغم کولو سربیره د ځانګړو ځواکونو فرقه قول اردو کچې ته لوړه کړې ده.

دمخه د افغان ځانګړوځانګړو ځواکونو د فرقې په تشکیلاتو کې دوه لیوا او اته کنډکونه موجود وو او د ځواکونو شمیر یې اولس زرو ته رسیده.

افغان حکومت په پام کې لري چې د دغو ځواکونو شمیر دوه چنده زیات کړي.

اوسمهال د ملي اردو دوه ضربتي لوا هم د ځانګړو ځواکونو په تشکیلاتو کې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG