د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په پام کې لري، چې د یو کال په موده کې، د انساني سرچینو د مدیریت "HRMIS" لپاره د یو هراړخیز او عصري سیستم له لارې د افغانستان د ټولو ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر اړه بنسټیز معلومات په یو مرکزي معلوماتي مرکز کې را ټول او ثبت کړي.
دا بهیر نن د یکشنبې په ورځ ( سلواغې ۲۸ مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د رئیس احمد نادر نادري له خوا ددغه کمېسیون د کمشنرانو په اړه د معلوماتو په ثبتولو سره په رسمي ډول پیل شو.
ښاغلي نادري د دغه بهیر د پیل غونډې ته په وینا کې وویل"په هېواد کې په سمه توګه د بشري او انساني سرچینو د مدیریت د پلان لپاره، اړتیاوه تر څو موږ د ننۍ ټکنالوژۍ، جامع او اغېزمنو سیستمونو په کارونې سره، وکړای شو د هېواد اقتصادي او ټولنیز بهیر پراخ کړو او له دې لارې وکړای شو د افغانستان په بېلابېلو معلوماتي برخو کې د پایښت زمینه برابره کړو".
ټاکل شوې د دغه سیستم له لارې به د یو کال په موده کې د افغانستان د ټولو ملکي کارکوونکو په اړه معلومات د بایومټریک سیستم په واسطه د راجسټر وروسته په یوه مرکزي ډیټابیس کې ثبت شي.
په دې معلوماتو کې د کارکوونکو د هویت د مشخصاتو "نوم، تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د تذکرې شمېره، جنسیت، نیټه، د زوکړې نیټه، د زوکړې ځای، اصلي او فعلي استوګنځی" ترڅنګ په دولتي اداره کې د کارکوونکي د لومړنۍ مقررۍ نیټه، بریښنالیک، د کارکوونکي د اړیکې شمېره، د تحصیل درجه او د زده کړو څانګې په اړه معلومات شامل دي.
همدا شان، د ملکي کارکوونکي دندې په اړه معلومات "دندې عنوان، دندې موقعیت، دندې موقف، د مقررۍ او تنخوا څرنګوالی" په اړه معلوماتو ته هم په کې ځای ورکړل شوی دی.
د کارکوونکي په اړه د هویت د مشخصاتو پرته، چې تل ثابت پاتې کېږي. نور معلومات کېدای شي چې د اړتیا په صورت کې نوي شي.
د کارکوونکو د بایو متریک په معلوماتو کې د ګوتو نښې، د سترګو عنبیه او څېره شامل دي.
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د وینا له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۴۲۴ زره ملکي کارکوونکي په کابل او ولایتونو کې په دولتي ادارو کې کار کوي.
د دې شمیر سربیره شاوخوا همدومره نور په امنیتي ادارو کې هم په دندو بوخت دي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد سرور دانش د وینا له مخې افغان حکومت د خپلې عادي بودیجې له لارې ورته میاشتنی معاش ورکوي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کره او دقیقو معلوماتو ثبت، په ملکي خدمتونو کې په سمه توګه د انساني سرچینو د پروګرام لپاره، د کارکوونکو د ګومارنې د اټکل او کارموندلو په برخه کې مرسته کوي.
همداشان د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چارو پروسه او دغه راز، د کارکوونکو اړوند انضباطي او تشویقي کړنې د یوې جامع او بشپړې طرحې په چوکاټ کې راولي او د انساني سرچینو د پراختیا او بدلون زمینه برابروي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د اطلاعاتو د راټولولو او ثبتولو له بهیر وروسته، دغه بهیر به د پوهنې په وزارت کې عملي شي او وروسته به نورو ادارو ته هم وغځول شي.
د دغه سیستم له مخې، یوازې مستحق کارکوونکي د تنخوا اخیستو وړ بلل کېږي او د ملکي خدمتونو کارکوونکي نشي کولی، چې په یوه وخت کې له دوه ځایونو تنخوا واخلي.