د لاس رسي وړ اتصالات

نوي کال له پيل څخه د پنجشنبې ورځې رخصتي لغوه کیږي


کابل کې ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د هوا د ککړتیا کچه ډیره لوړه ده.
کابل کې ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د هوا د ککړتیا کچه ډیره لوړه ده.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د نوي ۱۳۹۸ لمریز کال له پیل څخه به په کابل کې د پنجشنبې د ورځې رخصتۍ له منځه لاړې شي او د جګړې وړاندې کلونو په څیر به مامورین د پنجشنبې په ورځو د نیمې ورځې لپاره کار وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې حکومت دا پریکړه به د نوي ۱۳۹۸ لمریز کال په پیل سره سم عملي شي.

د کار او ټولنیزو چارو د نوې کړنلارې له مخې به د ۱۳۹۸ لمریز کال له حمل د لومړۍ ورځې څخه د سنبلې د میاشتې تر وروستیو پورې په ټولو حکومتي ادارو کې کار د شنبې له ورځې د چهارشنبې تر ورځې د سهار له اتو بجو څخه پیل او د مازدیګر ترڅلورو بجو دوام وکړي.

په دغه کاري موده کې د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر یوې بجې پورې د خوړو لپاره یو ساعت تفریح هم شامله ده.

همداشان د نوې کړنلارې له مخې په ټولو حکومتي ادارو کې کار د پنچشنبې په ورځ سهار د اتو بجو څخه تر یوې بجې پورې په پرله پسې ډول دوام ولري.

همدا د پنجشنبې د ورخې کاري پروګرام به د روژې په میاشت کې، چې ثور په نیمايي کې رابره کیږي هم تطبیق شي.

افغان حکومت د میزان له میاشتې د کب تر میاشتې په دولتي ادارو کې د کار تنظیم د هوا د ژر تیاره کیدو ته په کتنې تنظیموي.

د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي حکومت د ۱۳۸۹ لمریز کال د قوس په میاشت کې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د پنجشنبې ورځې یوازې په کابل کې عمومي رحصتي اعلان کړې وه.

هغه مهال د افغانستان د چاپیریال د ساتنې ملي ادارې د افغان حکومت د دغې پریکړې هرکلی کړی وو او هیله یې ښودلې وه، چې د پنجشنبې د ورځې رخصتي به په کابل کې د هوا د نورې ککړتیا مخه ونیسي.

خو د چاپیریال ساتنې ماهرین وايي، د پنجشنبې د ورځو رختصتیو اصلآ په کابل کې د هوا د ککړتیا په کمیدو کې مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د چاپیریال د ساتنې ملي ادارې یو پخوانی چارواکی عبدالهادي ژمن امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په تیرو اوو کلونو کې، چې د پنجشنبې د ورځې رختصۍ پیل شوي، د کابل د هوا د ککړتیا په کمیدو کې یې هیڅ مرسته نه ده کړې.

عبدالهادي ژمن وویل، حکومت ته په کار دي، چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

ښاغلي ژمن وویل " د مثال په ډول، په ښار کې د خرابو او دود لرونکو موټرو تګ راتک مخه ونیول شي، آې دوه اتیا تیل، چې په ټوله نړۍ کې بند دي واردات یې افغانستان ته بند شي، د ناتصفیه شوو ډبرو سکرو سوزول بند شي".

هغه وویل، چې په یوه بخارۍ کې د ناتصفیه شوو ډبرو سکرو سوزول د لسګونو خرابو موټرو څخه زیات دود تولیدوي.

د چاپیریال ساتنې د ادارې پخواني چارواکي،په کابل کې د پنجشنبې د ورځې رخصتۍ د چاپیریال ساتنې د مسلې سره د تړلو په اړه وویل،چې، ممکن د تیر حکومت هدف به بل څه وه، خو د پنجشنبې د ورځې د رخصتۍ د اعلان لپاره یې د چاپیریال د ساتنې مسله مطرح کړې وه.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وایي، افغان حکومت د پنجشنبې د ورځې د رخصتیۍ د لغوه کولو یو لوی دلیل د افغانستان او نړیوالې ټولنې سره د کاري اړیکو مسله ده.

ښاغلی احمدزی وايي، اوس مهال افغان حکومت دفترونه د پنجشنبې او جمعې په ورځو تړلي وي او د بهیرنیو نمایندګیو او غیر حکومتي موسسو دفترونه د جمعې او شنبې په ورځو بند وي.

ښاغلی احمدزی وايي، ددې لپاره، چې د نړۍ سره په ورځینو چارو کې مراویده وشي، دې ته اړتیا ده، چې د پنجشنبې د ورځې رختصي لغوه شي.

هغه وویل د کار او ټولنیزو چارو وزارت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د امر او د وزیرانو د شورا د پریکړې له مخې دا رخصتي لغوه کړې ده.

XS
SM
MD
LG