د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۷۷ ولسوالیو کې د کار موندنې درییم پړاو پیل کیږي


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په دغه هیواد کې تر دوو میلیونو زیات داسې وګړي ژوند کوي چې اصلآ هیڅ کار نه لري.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په دغه هیواد کې تر دوو میلیونو زیات داسې وګړي ژوند کوي چې اصلآ هیڅ کار نه لري.

د افغانستان د کلو د پراختیا وزارت وایي، چې ټاکل شوې بله اونۍ به په اوه اویا ولسوالیو کې د کیلوالو سیمو اوسیدونکو ته د کار موندنې د پروګرام درییم پړاو پیل شي، چې په ترڅ کې به یې د پنځه میاشتو په اوږدو کې د ۶۵۰۰ څخه زیاتې انکشافي پروژې پلې او یا هم بیا ورغول شي.

د کلو د پراختیا د وزارت چارواکي وایي، په دې پروګرام کې به د ۱۹ ولایتونو په شپږ زره دوه سوه نهه اویا کلیو کې د انکشافي پروژو په بیارغونه او مراقبت تر دوه نیم ملیاردو ډیرې افغانۍ په مصرف ورسول شي. دا پیسې د امریکا متحده ایالاتو او برتانیې افغان حکومت ته برابرې کړي دي.

افغان حکومت تمه لري چې ددغه پروګرام له لارې به دوه سوه پنځه نوي زره کسانو ته په موقتي توګه د کار کولو امکانات برابر شي.

د کلو د پراختیا د وزارت ویاند اکبر رستمي ددغه پروګرام په اړه نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ددغه پروګرام د پلي کیدو لپاره ۱۶۰۰ د پوهنتون فارغان روزل شوي چې ډیرو یې لا دمخه په کار پیل کړی دی.

ښاغلي رستمي وویل " ددغه پړاو په بشپړیدو سره د بې کارۍ په کچه کې په ځانګړي ډول د افغانستان په کلو کې،په کلو کې د بیا رغونې د پروژو مراقبت او د کلیوالو د اقتصاد په پیاوړتیا کې دا پروګرام د بدلون د راوستلو سره مرسته وکړي".

افغان حکومت د تیرکال د مرغومې په میاشت کې خلکو ته د کار موندنې پروګرام پیل کړ، چې تراوسه په دوو پړاونو کې په ۱۵ ولایتونو کې دا پروګرام بشپړ شوی دی.

د دې پروګرام ترڅنګ افغان حکومت د ښاري تړون په نوم هم یو پروګرام پیل کړی چې په ترڅ کې د کارموندنې ترڅنګ په کلیوالو سیمو او ښارونو کې خلکو ته د اساسي خدمتونو د پراختیا لپاره کارکیږي.

XS
SM
MD
LG