د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د مسکو غونډې کې د ګډون او نه ګډون پریکړه لا نده کړې


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د مارچ د میاشتې په ۱۷ مې نیټې مسکو ته رسمي سفر درلود.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د مارچ د میاشتې په ۱۷ مې نیټې مسکو ته رسمي سفر درلود.

ټاکل شوې چې د راتلونکې (اپریل) د میاشتې په ۱۴مه نیټه د مسکو په کوربه‌توب د افغانستان د سولې په هکله د خبرو لپاره په روسیې کې یوه غونډه جوړه شي، خو افغان حکومت لا تر اوسه په دې غونډه کې د ګډون او نه ګډون کولو په اړه پریکړه نه ده کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي حکومت د مسکو د لومړۍ او دویمې غونډې نتایج څیړي او د دغو څیړنو نه وروسته به په راتلونکې غونډه کې د ګډون په اړه پریکړه وکړي.

"دا چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د مسکو راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره پلاوی لیږي او که نه، په دې اړه لا هم بحثونه دوام لري او که ټاکل شوې وي، چې د افغانستان کوم پلاوی په دې غونډه کې ګډون وکړي، د پلاوي د کچې په اړه هم بحثونه دوام لري، کله چې په دې اړه وروستۍ پریکړه وشوه، جزئیات به یې له تاسې سره شریک کړو."

روسیې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د سیمې او نړۍ دولسو هیوادونو ته بلنه ورکړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې بلنې ته د رد ځواب ورکړی او په دې غونډه کې یې له ګډون کولو څخه ډډه کړې.

خو د نړیوالو اړیکو کارپوهان د مسکو غونډه د افغانستان لپاره یو ښه فُرصت ګڼي او په دې غونډه کې د افغان حکومت پر ګډون ټینګار کوي.

پخوانی افغان ډیپلوماټ فدا محمد نظري وايي، افغان حکومت د سولې او جګړې په اړه ښکاره دریځ نه لري نو ځکه په داسې نړیوالو غونډو کې د ګډون او نه ګډون کولو په اړه د پریکړې نیولو پر وخت مذبذبه وي.

"که افغانستان هلته ګډون ونکړي، میدان به شغالي پاتې شي. هغوی ته او د طالبانو په ګډون د هغوی چې هرڅه زړه وغواړي ، هر ډول تورونه به د افغانستان پر حکومت ولګوي، نو په دې خاطر چې افغانستان یو وار ګډون هم کړی دی، که دا ځل یې په لوړه کچه نه کوي، په ټیټه کچه یې حتمي باید وکړي."

ښاغلي نظري دغه راز وویل، د مسکو په غونډه کې به هغه هیوادونه هم ګډون ونکړي، چې د امریکا پلوي دي.

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي وو، چې افغانستان به د مسکو په غونډه کې به په ټول قوت او څرګنده دلایلو سره ګډون وکړي.

دا په مسکو کې د افغانستان په اړه دریمه غونډه چې جوړیږي، په لومړۍ غونډه کې افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړل شوې نه وه، خو په دویمه غونډه کې افغانستان د روسیې له بلنې وروسته په ټیټه کچه ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG