د لاس رسي وړ اتصالات

شپږو ولایتونو کې لا هم د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي ـ کمېسیون


د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د جمهوري ریاست د یو شمیر نوماندانو د مخالفت سره سره، چې له امله یې لا هم په شپږو ولایتونو کې د رایو د شمیرلو بهیر ځنډیدلی د رایو د بیا شمیرلو بهیر په ۲۵ ولایتونو کې مخ په بشپړیدو دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حقپرست د جمعې په ورځ ( لیندۍ لومړۍ) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه د رایو د بیا شمیرلو بهیر په ۲۱ ولایتونو کې بشپړ شو او ټاکل شوې، چې د نن ورځې تريایه به دا بهیر په څلورو نورو ولایتونو کې هم بشپړ شي.

ښاغلي حقپرست وویل:"په شپږو ولایتونو کې بدبختانه، چې اوس هم زمونږ د ولایتي دفترونو دروازې تړلي دي. دا ولایتونه بدخشان، تخار، پنجشیر،جوزجان، سرپل او د فاریاب ولایتونه دي".

ښاغلی حقپرست وايي، کمېسیون هڅه کوي، په دغو ولایتونو کې د اعتراض کوونکو سره د تفاهم له لارې د کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې بیرته پرانیزي او د رایو شمیر بهیر بشپړ کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې تراوسه د ۱۵ ولایتونو څخه د بیا شمیرلو او تفتیش نتایج مرکزي دفتر ته رسیدلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نږدې دوه اونۍ وړاندې د ۸ زره ۲۵۵ رایې اچونې د محلونو د رایود بیا شمیرلو بهیر په ۳۴ ولایتونو کې پیل کړی، خو د جمهور رئیس محمد اشرف د دولت جوړونې د ټاکنیز ټیم پرته نږدې نورو ټولو نوماندانو د دغه بهیر سره خپل مخالفت اعلان کړی او د خپلو ټاکنیزو ټیمونو څارونکي یې د رایو د بیا شمیرلو د بهیر څخه ایستلي دي.

د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندان د شاوخوا ۳۰۰ زره هغو رایو د یا شمیرلو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو په مرکزي سیستم کې د شاملولو سره مخالف دي، چې د ټاکنو په ورځ یا د بایومټریک سیستم له کارولو پرته اچول شوي، یا د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د وخت وړاندې او یا وروسته کارول شوي او یا هم د رایې ورکوونکو د هویت په اړه لازم اسناد نه‌لري.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې که څه هم دغه کمېسیون ته اوس هم یوازې هغه رایې، چې د بایومټریک سیستم له لارې کارول شوي معتبرې دي، خو د مشکوکو رایو په اړه کمېسیون د پریکړې لپاره بیا شمیرنې ته اړتیا لري.

افغانستان کې د تلې په شپږمه ورځ د جمهوري ریاست د ټاکنو اوس شاوخوا ۵۵ ورځې تیرې شوي او لا هم د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلو د اعلان پرله پسې خنډ علت د تخنیکي ستونزو سربیره د نوماندانو له خوا د ټاکنو په بهیر کې لاس وهنه او د دغه کمېسیون د یو شمیر ولایتي دفترونو د تړلو له امله ګڼي.

د کمېسیون چارواکي وايي، که په شپږو ولایتونو کې د دغه کمیسیون ټړلي دفترونه پرانیستل شي، نو ژر به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG