د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د افغان ژباړونکو د اوسیدنې فیس معاف کړ


د بریتانیا د کورنیو چارو نوی وزیر ساجد جاوید
د بریتانیا د کورنیو چارو نوی وزیر ساجد جاوید

د بریتانیا حکومت وایي هغه ۴٠٠ افغان ژباړونکي چې د ١٣ کالو په اوږدو کې یې په افغانستان کې د بریتانیایي قواو سره کار کړی کولی شي په بریتانیا کې د پیسو له ورکولو پرته ژوند وکړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید، دغه تصمیم د وزارت څوکۍ له رسیدو وروسته د خپلو لومړنیو اقداماتو په لړ کې ونیو.

ښاغلي جاوید د جمعې په ورځ (می ۴) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "افغان محلي ژباړونکي په خطرناکو او سختو شرایطو کې کار کړی دی او خپل ژوند یې تل له خطر سره مخامخ کړی دی".

افغان ترجمانانو چې ځنې وخت یې د خطر سره سره په افغانستان کې دنده اجرا کړې له دې دمخه په بریتانیا کې د دایمي اقامت د ترلاسه کولو لپاره باید ددې پروسې لپاره ٢٣٩٨ انگلیسي پونډه چې (شاوخوا ۳۲۵۰ ډالر) کیږي ورکړي وی.

د بریانیا د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي دي چې افغان ژباړونکي به وتوانیږي د خپلو کورنیو سره یوځای په وړیا توگه په بریتانیا کې واوسیږي او همداشان له افغانستان نه بریتانیا ته ددغو ژباړونکو د کورنیو د راغوښتلو پروسه به هم اسانه شي.

هغه مقرره چې ټاکل شوې دغه نوي بدلونونه پلي کړي د جولای په میاشت کې اعلانیږي.

د بریتانیا د دفاع وزیر گیوین ویلیامسن، هم په یوه مقاله کې لیکلي دي چې دغو افغان ترجمانانو "زمونږ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی دی او بیا مونږ دا توقع هم لرله چې پدې هیواد کې د اقامت لپاره پیسې ورکړي او دا په څرگنده سم کار نه و."

د بریتانوي رسنیو د رپوټونو له مخې څه دپاسه ۱۵۰ افغان ژباړونکي چې په هلمند کې په سختو جنگي شرایطو کې د انگلیسي قواو سره وظیفه اجرا کړې وه د بریتانیا وزیرانو ته یې یو لیک لیکلی و او ویلي یې وو چې د "د شرمونکې او غیرموجه پالیسۍ" په دلیل هغوی اوس "په بې سرنوښته" حالت کې ژوند کوي.

ساجد جاوید وروسته له هغې چې تیره اونۍ د بریتانیا د کورنیو چارو د وزیر په توگه وټاکل شو د مهاجرت د یو "عادلانه او انساني" سیستم د رامنځ ته کولو ژمنه یې وکړه. له هغه دمخه د بریتانیا د کورنیو چارو پخواني وزیر امبر راد، د کارابین د مهاجرو د شړلو د گواښ اړوند افتضاح په وجه له وظیفې گوښه شوی و.

XS
SM
MD
LG