د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: تېر کال د جګړو له امله د بې‌ځایه شوو افغانانو شمېر ۳۶٪ کم وو


د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۶۵۰ زرو پورې افغانان د جګړو او وچکالۍ له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ۶۵۰ زرو پورې افغانان د جګړو او وچکالۍ له امله له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په اوږدو کې ۳۴۳ زره افغانان د جګړو له امله له خپلو کورونو نور سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي، چې د اوړم کال ۲۰۱۷ پرتله د جګړو له امله د بې‌ځایه شوو افغانانو په شمېر کې ۳۶ فیصده کمی ښيي.

" اوچا" وايي، په ۲۰۱۷ کال کې د جګړو له امله ۵۱۰ زره او ۵۰۰ افغانان له خپلو کورونو نور سیمو ته تللي وو.

په افغانستان کې د جګړو سربېره په تېر میلادي کال کې د وچکالۍ له امله هم څه باندې درې سوه زره افغانان نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شوي وو.

د افغانتسان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په اوږدو کې څه باندې ۹۲ زره کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۶۵۰ زرو تنو ته رسېږي د جګړو او وچکالۍ له امله له خپلو مېنو نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تېر میلادي کال کې د وچکالۍ له امله هم زرګونه کورنۍ خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوې وې.

ښاغلي باهر وویل" یوازې ۳۸ زره کورنۍ د بادغیس، غور او د هرات ولایت لرو پرتو ولسوالیو څخه د هرات ښار او د بادغیس مرکز قلعه نو ښار ته د وچکالۍ له امله کډه شوي دي".

ملګري ملتونه وايي، چې روانې وچکالۍ له امله په افغانستان کې شاوخوا ۳.۳ میلیونه خلک د خوړو د مصونیت د نشتون له ستونزې سره مخ شوي دي.

د افغانستان د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ۱۳۹۷ لمریز کال په اوږدو کې ۲۲ ولایتونو کې د وچکالۍ اغیزې موجودې وې، چې له امله یې په دغو ولایتونو کې تر ۶۶ فیصدو پورې د څارویو د واښو او خواړو د نه موجودیت ستونزه رامخې ته کړې وه.

د افغانستان په زیات شمیر ولایتونو کې پنجشنبې او جمعې په ورځو د روان ژمي لومړۍ واوره او باران اورښت شوی، چې ورسره په دغه هېواد کې د اوږدې وچکالۍ د اغیزو د کمېدو په اړه هم هیلې زیاتې شوي دي.

د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر ر ستمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی تمه لري، چې په نوي کال کې به د وچکالۍ اغیزې کمې وې.

ښاغلي رستمي وویل" د هوا پیژندنې اټکلونه سږکال یو ښه کال اټکل کوي، په اکثرو ولایتونو کې د نن او تېرې ورځې د واورو او باران اورښت دا ښيي، چې د زیات اورښت له امله د کوم وضعیت سره، چې سږکال مخامخ وو، ورڅخه به نجات پیدا کړو او اورښت به د دې سبب شي، چې د تېرو کلونو په څیر زمونږ کرهڼه او حاصلات زیات شي".

د امریکا غږ اشنا راډیو د خبریالانو د معلوماتو له مخې د تیرې پنجشنبې د ورځې ( مرغومې ۱۳ مه) راهیسې د افغانستان په مرکزي، شمالي، لودیځو، جنوبي، جنوب لودیځو او ختیځو ولایتونو کې په کمه او یا هم په زیاته اندازه واوره او باران شوی دی.

په کابل کې که څه هم نن د شنبې په ورځ ( مرغومې ۱۵ مه) اسمان بیرته شین شوی، خو په تېرو دوو ورځو کې په دغه ولایت کې هم زیاته واوره ورېدلې ده.

XS
SM
MD
LG