د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت د سیګار ځواب کې: د افغان ځواکونو تلفات کاملاً راټیټ شوي


افغان ملي اردو
افغان ملي اردو

د افغانستان دفاع وزارت د سیګار ادارې راپورته په غبرګون کې وايي، نسبت تېر ته د افغان سرتېرو په تلفاتو کې کاملاً کموالی راغلی دی.

سیګار تازه پخپل یو راپور کې ویلي، چې د جون له لومړۍ نېټې نه بیا د سیپټمبر تر ۳۱مې نیټې پورې د افغان امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د سیګار د موندونو پراساس، د دغو تلفانو ۶۰ سلنه په دفاعي عملیاتو کې پیښ شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د جمعې په ورځ د نومبر پر لومړۍ «لړم۱۰مه» له امریکا غږ سره خبرو کې په دې اړه د سیګار راپور رد کړ او زیاته یې کړه چې بل هر وخت ته د افغان سرتېرو په تلفاتو کې کموالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې تلفات شته، خو وايي، په هغه اندازه هم نه دي، چې سیګار اداره یې وايي.

د دفاع وزارت ویاند وویل:"د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تېرو اتو میاشتو راهیسي کاملاً له دفاع يي حالت څخه وتلي دي، تهاجومي حالت کې دي،په دې اساس نسبت پخوا ته زموږ تهاجومي عملیاتو شدت اخیستی دی،په پراخ ډول هم تر سره کېږي، له دې سره سره له پخوانه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات کاملاً راټيټ شوي دي."

نوموړي زیاته کړه،هڅه کېږي، چې د عملیاتو پرمهال، د اردو، امنیت او پولیسو تلفات نور هم راټیټ شي.

احمدزي وویل، چې افغان ځواکونو د «خالد» عملیاتو پرمهال په تېرو څو میاشتو کې ۱۳ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه:"له کله چې «خالد» عملیات پیل شوي دي، موږ توانېدلي یو چې په تېرو اتو میاشتو کې... ۱۳ ولسوالۍ د دښمن له تصرف نه ازادې کړو اوس هلته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ځای پر ځای دي."

هغه زیاته کړه، مخکې چې د جنګ ساحه د طالبانو لخوا ټاکل کېده، خو اوس مهال د جنګ ساحه د افغان ځواکونو لخوا ټاکل کېږي، چې افغان ځواکونو په دې سره پرمختګ کړی دی.

دفاع وزارت پر داسې مهال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کمېدو خبر ورکوي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ په جوزجان ولایت کې له طالبانو سره نښته کې ۲۰ امنیتي او دفاعي ځواکونه ووژل شول.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې له طالبانو څخه د تخار درقد، د بغلان دهنه غوري، د کندز قلعه ذال، د بدخشان کران و منجان، وردوج او یمګان ولسوالۍ هم ونیولې.

XS
SM
MD
LG