د لاس رسي وړ اتصالات

ګاونډي او د سیمې هیوادونه د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه کیدو باندې خوښ ندي


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د نن د شنبې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې هند او ایران د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کیدو باندې بدګومانه دي.

د واشنګنټن پوسټ د ورځپاڼې مقاله پدې ټکو پیل کیږي. د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو له وجې د سیمې په ځینو نورو هیوادونو کې اندیښنې پیدا شویدي. او حتی ځینو دغو هیوادونو خو دا نیت هم کړیدی چې د جمهور رییس حامد کرزي د سیاسي مخالفینو سره به اړیکې ټینګې کړي.

ورځپاڼه وایي که څه هم چې امریکه د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه کیدو باندې خوښه ده او وایي چې دا کار به د بغاوت سره په جګړې کې زیاته مرسته وکړي خو ایران، هند او د افغانستان په شمال کې پراته ګاونډي هیوادونه دا ویره لري چې امریکا، افغانستان او پاکستان دیته نږدې شویدي چې د طالبانو د ځینو مشرانو سره به خبرې وکړي او حتی ځینې به یې د افغانستان حکومت ته هم راولي.

د دغو هیوادونو ځینو دیپلوماتانو او حکومتي چارواکو ورځپاڼې ته ویلي دي چې د جمهور رییس حامد کرزي پدې پلان سره په افغانستان کې د اقلیتونو قومونو، تاجک، هزاره او ازبک اثر او رسوخ کم شي او دا کار د هغوي د امنیت او ګټو لپاره تاوان کوي. ځکه چې دغه چارواکي وایي د افغانستان د اقلیتونو سره یې دوي ښې اړیکې جوړې کړیدي.

د امریکا حکومت پدې خاطر چې دغه اندیښنې هوارې کاندي، د افغانستان او پاکستان لپاره یې خپل خاص استازی رچارډ هولبروک د چارشنبې په ورځ هندوستان ته ولیږه او هلته یې د هند د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو د وزیر سره وکتل. او همدرانګه د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رییس د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن هم هند او پاکستان ته په سفرونو اخته دی چې د سیمې د هیوادونو اندیښنې ورکمې کاندي.

ورځپاڼه وایي چې هندي چارواکي د جمهور رییس حامد کرزي په هغو مجلسونو باندې سخت په غصه شویدي چې هغه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني او د پاکستان د استخباراتو د مشر ډګر جنرال پاشا سره پدې تیرو څو میاشتو کې کړیدي.

هندوستان پدې خاطر د طالبانو سره د پخلاینې د خبرو په اړه اندیښنه لري چې دطالبانو مشران د پاکستان د استخباراتې ادارې یا ISI سره پخوانۍ اړیکې لري او وایي چې پدې کار سره به یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستان نفوذ زیات شي.

د هند یوه لوړرتبه حکومتي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي دي چې د افغانستان په سیاست کې طالبانو ته ځای ورکول ښه خبره نده. دغه چارواکي وایي چې طالبان په افغانستان کې کومه سیاسي ډله نده او نه هم د افغان ولس تر منځ مشروعیت لري نو په همدې خاطر باید چې په حکومت کې هغوي ته ځای په خبرو کې شامل نشي.

د هند دغه چارواکي دا هم ویلي دي چې هندوستان د پاکستان د هغه وړاندیز سره مخالفت لري چې وایي طالبان په افغانستان کې مشروعیت لري ځکه چې دوي د پښتنو استازیتوب کوي او باید چې ورسره خبرې وشي.

د پاکستان د مالې وزیر عبدالحفیظ شیخ او د افغانستان د مالې وزیر عمر زاخیلوال
د پاکستان د مالې وزیر عبدالحفیظ شیخ او د افغانستان د مالې وزیر عمر زاخیلوال

ورځپاڼه وایي هندوستان پدې خاطر زیات په غصه دی ځکه چې دغه هیواد فکر کوي چې دجمهور رییس حامد کرزي سره یې ښې اړیکې جوړې کړیدي. که څه هم چې یوازې د ګوتو په شمار هندوستانیان په افغانستان کې ژوند کوي خو دغه هیواد ن په افغانستان کې څلور قونسلګرۍ جوړې کړیدي او همدارنګه یې 1.3 میلیارده ډالر په افغانستان کې پانګه اچولې ده.

د لویدیځ یوه دیپلومات چې د افغانستان د چارو سره سراو کار لري ورځپاڼې ته ویلی دي چې هند افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو سره راغلی دی چې د پاکستان په نسبت خورا زیاتې پیسې دي خو اوس ګټه په افغانستان کې پاکستان کوي.

امریکایي چارواکي هڅه کوي چې هندي چارواکو ته دا قناعت ورکړي چې د خپلې هغې خبرې نه تیر شي چې وایي هغه څه چې د پاکستان په ګټه وي هغه د دوي په زیان وي. رچارډ هولبروک په هند کې خبریالانو ته ویلي دي که چیرته پاکستان د افغانستان د سولې په پروسې کې راګډ نشي نو هلته سوله او آرمي نشي راتلی.

مایک مولن هم ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې ټول نقش لرلی شي خو مشري یې باید چې پخپله د افغانانو سره وي.

له بلې خوا ایرن چې زیاتره اوسیدونکي یې شعیه مذهبه مسلمانان دي د افغانستان په حکومت کې د طالبانو مشرانو ته د سیاسي واک ورکولو سره اختلاف لري. ځیني طالبان شعیه ګانو ته مرتدان وي.

ورځپاڼه په پای کې وایي چې ایران هندوستان دیته هڅوي چې خپلې زیاتې مرستې دې د افغانستان شمالي او لویدیځیو ولایتونو ته ولیږي چې کنترول یې د پخوانیو جنګسالارانو سره او د هغو قوماندانو سره دی چې د طالبانو سره یې جګړې کړیدي.

XS
SM
MD
LG