د لاس رسي وړ اتصالات

محب: د افغان ځواکونو فعال دفاعي حالت کې بدلون راولو


محب دغه څرګندونې نن کابل کې يو مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې
محب دغه څرګندونې نن کابل کې يو مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له طالبانو سره مقابلې ته د افغان ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړ او وې ویل چې په نوي کال کې به د افغان ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې بدلون راوستل شي.

ښاغلي محب د شنبې په ورځ مارچ ۲۰ (کب ۳۰) خبریالانو ته وویل له فعال دفاعي حالت سره د افغان ځواکونو نابلدتیا او د طالبانو د بریدونو په کچه کې زیاتوالی د دې لامل شو چې سږکال افغان ځواکونو زیات تلفات واوړي.

هغه زیاته کړه: "موږ سږکال هم په فعالې دفاع کې یو، خو د سږکال د فعالیت بڼه توپیر کوي... موږ په فعاله دفاع کې په هرځای کې چې ګواښ وي مخکې له مخکې ورپسې ځو".

ښاغلي محب دغه راز وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې به افغان حکومت د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان ونکړي خو که په هر ولایت او ولسوالۍ کې ګواښ وي په وړاندې به یې اقدام وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له طالبانو سره د مقابلې لپاره خپل بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د ښاغلي محب په وینا د وړم کال په پرتله په ۱۳۹۹ کې په افغان ځواکونو باندې د طالبانو د بریدونو په کچه ۲۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالصبور قانع وویل سره له دې چې افغان ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې و خو طالبانو ته یې د دغې ډلې په لویو بریدونو کې ماتې ورکړې ده.

جنرال قانع زیاته کړه چې طالبانو غوښتل زیاتې سمې ونیسي خو بریالي نشول او افغان ځواکونو په ټولو ولایتونو کې دغه ډله وځپله.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG