د افغانستان ولسي جرګې د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی نن لویې څارنوالۍ ته معرفي کړ.
د ولسي جرګې غړو په تېرو ورځو کې دغه جرګې ته د ښاغلي سلطانزوی د رابللو غوښتنه کړې وه، خو ښاغلی سلطانزوی دغې جرګې ته نه و تللی چې په نتیجه کې نننۍ پرېکړه د ګڼو غړو په رایو باندې تائید شوه.
د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني نن چهار شنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومې ۱۰) وویل چې د کابل ښاروال د یو شمېر سرغړونو له کبله لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
هغه زیاته کړه چې ښاغلي سلطان زوی د کابل چاپیریال ککړېدو، د نا قانونه ودانیو جوړېدو، خپل سرې ګومارنو او ورته مسئلو له کبله څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
د ولسي جرګې په ننۍ غونډې کې د ولسي جرګې غړو دا پرېکړه هم وکړه چې داوود سلطان زوی لاسلیک دوی ته د اعتبار وړ نه دی.
دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي چې ښاغلي سلطان زوی په ورستیو ورځو کې د ولسي جرګې استجوابیه غونډو ته نه دی تللی.
د کابل ښاروالۍ بیا په دې اړه تر اوسه کوم غبرګونه نه دی ښودلی. او لویې څارنوالۍ هم څه نه دي ویلي.