د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پارلمان به یوه میاشت وروسته افتتاح شي


افغان پارلمان به یوه میاشت وروسته افتتاح شي
افغان پارلمان به یوه میاشت وروسته افتتاح شي

د افغانستان نوئ پارلمان به د جنورۍ په شلمه افتتاح شي. دغه پارلمان څلور میاشتی وروسته له هغه پراستل کیږی چی د پراخو جعل کاریو ادعاگانې پکی شوې وي.

د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي ویاند وحید عمر نن وویل چی د پارلمان لومړۍ غونډه به د ژمي د رخصتۍ وروسته پیل شي.

دغه اعلان وروسته له هغه وشو چی د پارلمان کومو سلو وکیلانو د ښاغلي کرزي نه وغوښتل چی د ډسمبر په نولسمه نیټه نوئ پارلمان د سپټمبر د اتلسمی نیټی د انتخاباتو د روانو جنجالونو سره سره پرانیزي .

ټاکل شوې وه چی د ولسی جرگې د ٢۴٩ څوکیو لپاره وروستي نتایج د اکتوبر په میاشت کی اعلان شوي وای، خو د ډسمبر تر لومړۍ نیټی پورې دغه نتایج وځنډول شول.

د انتخاباتو کمسیون د جعل کاریو ، بی نظمیو او د جنگ سالارانو لخوا د گواښونو د پنځو زرو نه د زیاتو شکایتونو د څیړلو لپاره دغه نتایج ځنډولي وو.

د دغو ادعاگانو د څیړلو په نتیجه کی ٢۴ کاندیدان چی مخکی گټونکي اعلان شوي وو، هغوی بی اعتباره شول، او د ٥.٦ میلیونو رایو څلورمه برخه رایی باطلی شوې.

XS
SM
MD
LG