د لاس رسي وړ اتصالات

خبري اترې: امریکا-طالبان - د افغانستان حکومت او سوله


خبري اترې: امریکا-طالبان - د افغانستان حکومت او سوله
خبري اترې: امریکا-طالبان - د افغانستان حکومت او سوله

د افغانستان په منازعې کې ښکیلې خواووې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې د افغانستان ستونزه یواځي نظامي اقدام ته نه بلکې سیاسي حل لارې ته هم اړتیا لري خو څه ډول سیاسي حل لاره؟ دا هغه مسله ده چې په کښي زیات شمیر پوښتنې موجودې دي او افغان ولس یې هم ځوابونه غواړي.

د دې دپاره چې د سولې په بهیر کې روښانتیا رامنځ ته شي مونږ نن ماښام خپل د خبرو اترو په خپرونه کې پر همدغې موضوع باندي بحث وکړ. د افغانستان د حکومت د دریځ د روښانه کولو په موخه مو د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي خپرونې ته رابللی و او د طالبانو د دریځ د روښانه کولو په خاطر مو هڅه وکړه چې د دوي پخوانی د باندنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل یا په پاکستان کې پخوانی سفیر عبدالسلام ضیعف خپرونې ته راوبلو خو د ټلفوني ستونزو له کبله مو هغوي ونشوکړای چې خپرونې ته راوبلوو. د پاکستان د دریځ او نقش د اهمیت په خاطر مو د پاکستان د پوځ پخوانی بریګیډیر او اوسنی سیاسي کارپوه سعد محمد خپرونې ته رابللی و. دغه راز د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز ریْس غفور لیوال هم په خپرونه کې ملیمه و. د خپرونې کوربه حسیب الکوزی و.

د میلمنوو بیلابیل نظریات او دریځونه په لاندي خپرونه کې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG