د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوله؛ حکومت د بشري حقونو پر"درناوي او رعایت" مذاکره نه کوي


Members of the Afghan Loya Jirga are seated during the first day of the Loya Jirga, or the consultative council in Kabul, Afghanistan, April 29, 2019
Members of the Afghan Loya Jirga are seated during the first day of the Loya Jirga, or the consultative council in Kabul, Afghanistan, April 29, 2019

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایې چې حکومت د سولې او ملي پخلاینې لپاره حدود ټاکلي او په ځېنو مسایلو "مذاکره" نه کوي.

صلاح الدین رباني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې د "ځانګړې کاري ډلې" د مجلس برخه والو ته وویل چې د ټاکل شویو حدودو اساسي برخه د بشري حقونو "درناوی او رعایت" دی. ښاغلي رباني ټینګار وکړ چې حکومت پدې تړاو "مذاکره" نه کوي.

افغان چارواکي په داسې حال کې د سولې د مذاکراتو لپاره د حدودو د ټاکلو خبره کوي چې طالبان له افغان حکومت سره له مخامخ مذاکرو ډډه کوي.

صلاح الدین رباني وایې چې د روانو ناخوالو د پاي ته رسولو لپاره اړتیا ده چې د ټولو وګړو اساسي حقونو ته درناوی، ټولنیز عدالت رعایت او د قانون حاکمېت یقیني شي. د رباني په وینا دا د سولې لپاره د حکومت "اساسي شرایط" دي.

XS
SM
MD
LG